خبرپاڼې

 د غور ولایت د ۵ میګا واټه لمریزې برېښنا او ۱۰ کیلو متر سرک جوړولو تړونونه لاسلیک شول

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن ماښام د غور ولایت یو شمېر مشرانو او متنفذینو سره په کتنه کې د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل. د دغې کتنې په پیل کې چې په چهار چنار ماڼۍ کې ترسره شوه، له فیروز کوه څخه تر ګردن دېوال پورې د ۱۰ کیلو متر سرک جوړولو تړون لاسلیک شو. همدارنګه له فیروزکوه څخه د هرات په لور د  ۱۰ کیلو متر سرک د ډیزاین چارې بشپړې شوي او راتلونکې اونۍ ملي تدارکاتو کمېسیون ته ځي.

همدارنګه د انرژۍ او اوبو وزارت او شانګدینګ کمپنۍ د ۶ میګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې قرارداد لاسلیک کړچې مجموعي لګښت یې ۱۰،۸ میلیون ډالره دی، ۲۰ زره کورنۍ به ورڅخه برخمنې او په ۱۲ میاشتو کې به یې چارې بشپړې شي. وروسته د غور د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، مریم عزیزي او احمدشاه اخندزاده د نورو په استازیتوب د خبرو پرمهال د زیربنا، انکشاف او سولې پروسې برخه کې د جمهور رئیس د برنامو او د قانون د حاکمیت او زورواکانو سره د مبارزې په برخه کې د هغه د سیاستونو ستاینه وکړه.

هغوی سرکونو، برېښنا، غور ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو موثر حضور، وچکالۍ ځپلو سره د مرستې او بېلابېلو دولتي ادارو کې د یاد ولایت د کدرونو د جذب په اړه د جمهور رئیس د پاملرنې غوښتنه وکړه.جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، د غور تاریخ او روښانه راتلونکی موږ ته ارزښت لري، ځکه غور د پراخ تمدن مرکز و. هغه زیاته کړه، غور ولایت به په ۱۸ میاشتو کې د برېښنا ملي شبکې سره وصل شي. جمهور رئیس وویل، حکومت به د کرنې، مالدارۍ، کانونو او د وړیو او څرمنو د صادراتو برخه کې غور ته توجه وکړي. هغه ژمنه وکړه چې وچکالۍ ځپلو سره به د مرستو دویم پړاو هم پیل شي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ