لوبې

نه میسي نه رونالډو؛ لوکا موډریج د سرو زرو توپ ګټونکی شو

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۴ ليندۍ، ۱۳۹۷ل): د فوټبال په نړۍ کې د ۲۰۱۸م کال د ددوه نامتو او سترو لوبغاړو لیونل میسي او کریستیانو رونالډو کال نه بلل کېده چې په نړیوال جام کې له یوې مخې ناکام ثابت شول.

د کرويشيا فوټبال لوبډلې مشر د فوټبال نړيوال فدراسيون لخوا د ۲۰۱۸م کال د سرو زرو بوټ (Balloon d’Or) ګټونکی اعلان شو.

په مسلسله توګه د سرو زرو توپ ګټونکي مشهور لوبغاړي میسي او رونالډو د ۲۰۱۸م کال په نوماندانو کې له نورو لوبغاړو وروسته او له دوی څخه یې د رایې اخیستنې شمېرې په حیرانونکې ډول کمې ترلاسه کړې.

په دغو پنځه نوماندانو کې د ارجنټاین مشهور لوبغاړی لیونل میسي، د پورتګال مشهور لوبغاړی کریستیانو رونالډو، د کرویشیا لوبغاړی لوکا موډریج، د فرانس ځوان لوبغاړی کایلن مپابی او انتوني ګریزمن شامل وو.

د سرو زرو توپ ګټلو لپاره د پورتنیو پنځو لوبغاړو ترمنځ رایې شمېرنه ترسره شوه چې په کې لوکا موډریج تر ټولو زیاتې او لیونل میسي په حیرانونکي ډول تر ټولو کمې رایې ترلاسه کړې.

لوکا موډریج ۷۵۳ رایو اخیستلو سره لومړی مقام خپل کړ او ددغې نړیوالې جایزې ګټونکی شو، په دویم نمبر زیاتې ۴۷۸ رایې کریستیانو رونالډو واخیستې، انتوني ګریزمن په ۴۱۴ رایو سره درېیم نمبر، کایلن مپابی په ۳۴۷ رایو سره څلورم خو لیونل میسي په ۲۸۷ رایو سره پنځم نمبر ته ښکته شو.

کریستیانو رونالډو او لیونل میسي پنځه پنځه واره دغه نړیواله جایزه ترلاسه کړې ده، خو لوکا موډریج ددوی دغه لس کلنه سلسله پای ته ورسوله او ګټونکی اعلان شو.

د کرویشیا فوټبال لوبډلې مشر په ۲۰۱۸م فوټبال نړیوال جام کې په زړه پورې لوبه ترسره کړه او لوبډله یې پایلوبې ته ورسوله خو له فرانس څخه یې په ۲-۴ پایلوبه وبایلله.

موډريج دغه مهال د فوټبال نړیوال فدراسیون «فیفا» لخوا په غوره لوبه د سرو زرو بوټ ګټونکی اعلان شو، او د لیونل میسي او کریستیانو رونالډو په څېر ستر لوبغاړي یې شاته پریښودل.

۳۳ کلن لوکا موډریج چې د ریال میدرید لوبډلې یو له منځنیو غوره لوبغاړو څخه دی د خپل هېواد تر ټولو غوره لوبغاړی شو، نوموړي څلور واره د اروپا اتلانو لیګ، یو وار د نړیوال جام سرو زرو بوټ ګټونکی او یو وار د سرو زرو توپ «بالون ډي آر» ګټونکی شو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: نه میسي نه رونالډو؛ لوکا موډریج د سرو زرو توپ ګټونکی شو

سرچینه: نن ټکی اسیا