نظر او تحلیل

امریکا په افغانستان کې له پاکستان څخه څه غواړي؟

امریکا په افغانستان کې له پاکستان څخه څه غواړي؟

 د طالبانو او امریکا ترمنځ د مخامخ خبرو په بهیر کې امریکا پاکستان ته اړتیا لري او له دغه هېواده غواړي چې مرسته ورسره وکړي. د امریکا دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، پاکستان ته پکار ده چې د افغانستان د سولې په پروسه کې همکاري وکړي او په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسوي. له دې وړاندې امریکايي ولسمشر ټرمپ عمران خان ته لیک استولی و او له هغه یې غوښتي وو چې د افغانستان په سوله کې جدي همکاري وکړي. له دې سره بیا پر یوه وخت د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی پاکستان ته تللی او هلته یې له پاکستاني مشرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. د پاکستان له سیاسي او پوځي چارواکو سره سره د خلیلزاد د خبرو جزیات څرګند نه دي، خو امریکا له پاکستانه غواړي چې په افغانستان کې ورسره مرسته وکړي.

 امریکا له پاکستان څخه په افغانستان او افغان سوله کې څه ډول مرسته غواړي؟

په افغانستان کې د امریکا نږدې ټولې لوبې د پاکستان په مرسته مخ ته ځي. له روسانو سره د افغان جهاد پر مهال، په ۲۰۰۱ ز کال کې پر افغانستان د امریکايي یرغل پر مهال او بیا له هغه وروسته تر اوسه پورې امریکا خپل پلانونه د پاکستان په مرسته عملي کړي دي. اوس چې امریکا په افغانستان کې د سولې خبره کوي او یا د سولې په نامه کومه بله لوبه پر مخ وړي، په دې چاره کې هم د پاکستان مرسته مهمه ده. د پاکستان له مرستې پرته امریکا ته ستونزمنه ده چې په افغانستان کې خپل پلانونه عملي کړي.

اوس چې د طالبانو او امریکا ترمنځ مخامخ خبرې روانې دي، ښکاري چې دا خبرې له یوې داسې ربړې سره مخ شوې چې د پاکستان مرستې ته اړتیا لري. په افغانستان کې د امریکا نظامي حضور د امریکا له ستراتېژیکو موخو سره تړلی او د امریکايي ځواکونو ایستل د طالبانو لپاره بیا د جګړې د مشروعیت سرچینه ګڼل کېږي. په دې ډول امریکايي حضور د امریکا او طالبانو دواړو لپاره سرې کرښې دي. خلیلزاد هڅه کړې چې په قطر کې طالب استازي قانع کړي او د امریکايي اډو منلو ته یې اړ باسي، خو ښکاري چې دا هڅه ناکامه شوې ده. د امریکا او طالبانو په خبرو کې تل طالبانو ته ویل شوي چې که امریکايي غوښتنې ونه مني، نو دوی به پاکستان وکاروي او طالبان به له ستونزو سره مخ کړي. ویل کېږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس ویلز څو میاشتې وړاندې له طالبانو سره په مخامخ خبرو کې هغوی ته ویلي وو، که له دوی سره موافقې ته ونه رسېږي، نو پاکستان به د طالبانو او د هغوی د مشرانو پر ضد ګامونو اخیستلو ته اړ کړي. اوس هم که ټرمپ عمران خان ته لیک لېږي، که دفاع وزیر له پاکستانه غوښتنه کوي او که خلیلزاد اسلام اباد ته ورځي، د ټولو موضوع یوه ده او هغه دا چې پاکستان پر طالبانو فشار راوړي، څو امریکايي اډې ومني. طالبان لا هم مقاومت کوي، خو دا چې پاکستان به د امریکا غوښتنه ومني او که نه؟  دا چې پر طالبانو به فشار راوړي او که نه؟ او د دې فشار پایلې به څه وي؟ راتلونکې څو میاشتې دغو پوښتنو ته ځواب ویلی شي. د اوس لپاره روښانه ده چې امریکا له پاکستان څخه غواړي چې پر طالبانو فشار راوړي او د اډو منلو ته یې تیار کړي. که د امریکا او پاکستان معامله وشي، شونې ده چې پاکستان به له طالبانو سره د ۲۰۰۱ ز کال لوبه بیا تکرار کړي.

 

 

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو