نظر او تحلیل

امريکا په افغانستان کې د نظامي شکست پر لور

تميم توفيق

بالا خبره د (داني سجورسن) په نوم يو امريکايي پوځي د ليکنې عنوان دی چې د C.R.S.S (center for research and security studies) په ويب سايټ نشر شوې وه.

داني سجورسن يو امريکايي افسر او د امريکايي محافظه کارانو منظم همکار دی چې د عراق او افغانستان په جګړو کې يې د مقدماتي تجسس يا اکتشافي ماموريت په يونټونو کې هم کار کړی دی او د خپلې دندې په وروستيو کې يې د عراق د جګړې اړوند خاطرو کتاب ليکلی دی.

نوموړی د ليکنې په پيل کې وايي چې: دا په پوځ کې د ننه او د باندې يو عمومي مثل يا قاعده اورېدل کيږي چې «امريکا ته هيڅکله او په هڅ جګړه کې نظامي شکست نشي ورکول کېدای». دی وايي ما هم يو وخت په دې خبره باور درلود. (موږ ته د افغانستان په اړه ويل شوي و چې امريکا د سياسي عواملو، لکه په لبرالانو کې د ثبات او استحکام نشتون، له امله ماتې خوړلی شي، خو نظامي ځواک به يې کله هم د جګړې ميدان ونه بايلي.) خو نژدې ده چې دغه مثال په ټوله معنی مخالف وخيژي. نو تيار شئ! ځکه چې قريب به موږ په نظامي لحاظ د دې جګړې بايلونکي شو.

د سجورسن په څير ګڼو امريکايانو د دې هيواد په نظامي ځواک هغه باور له لاسه ورکړی چې پخوا يې درلود، دوی اوس د خپل پوځ او پوځي چارواکو په اړه هغسې خبرې نه تکراروي چې ويل به يې «ماته ورکول د چا د وس خبره نه ده او امريکايي پوځ چې په هره خوا مخ کړي، خنډونه لکه د خاشاک په څير له مخې لرې کوي».

دا هر څه افغان ميړني ولس په زباد ورسول. هغه مهال چې امريکا په لومړي ځل د طالبانو نظام ته وخشمېده او بې له کوم معقول برهان او دليل يې په افغانستان له يو نه تعبيرېدونکي غرور سره حمله وکړه، ډيری هيوادونو حتی ملګرو ملتونو د امريکا په دې نامشروع او د نړيوالو نورمونو خلاف عمل باندې د اعتراض کولو جرأت نه درلود، بلکې توجيهات يې ورته لټول، مګر اوس افغان ولس ثابته کړه چې امريکا له هر څومره اقتصادي، سياسي او پوځي ځواک سره سره په شرمونکې ماتې محکومېدلی شي.

افغانانو له ۱۷ کلنې مبارزې وروسته د امريکايانو تر منځ شايع شوی هغه مثل په بشپړه توګه تش الفاظ ثابت کړل چې دوی پرې تر بل هر څه لويه او کلکه عقيده درلوده، چې امريکايي ځواک د ماتې په نوم څه نه پېژني.

همدا وجه ده چې نن امريکايي ولس خو څه چې خپله پوځي افسران يې هم په دې قانع شوي چې امريکا هم ماتې لري او هم اوس په افغانستان کې له يو لوی شرمونکي او نه توجيه کيدونکي شکست سره مخ کېدونکې ده.

نننۍ امريکا هغه هيواد نه دی پاتې چې دوه لسيزې وړاندې يې چا پر ضد، په اصطلاح، سپوڼ له خولې نشوای ايستلی او دوی هم د درېيمې نړۍ هيوادونو ته حتی د موجود په سترګه نه کتل، خو اوس هماغه د درېيمې نړۍ هيوادونو يا د دوی په اصطلاح (third world countries) د افغانانو د قربانيو په برکت دومره توان او غيرت حاصل کړی چې په افغانستان کې د امريکا په ناوړه اعمالو خوله چوله کړي.

نو دا چې امريکا نوره په تر ټولو قوي اړخ (نظامي ځواک) کې په ماتې محکومه شوې او له نړيوالې رسوايۍ سره مخ ده، بايد له نورې دربدرۍ د ځان ساتلو په هدف علی الاعلان خپل شکست ومني او هغه د طالبانو د ويندوی ذبيح الله مجاهد په خبره د غلطو معلوماتو له خپرولو څخه ډډه وکړي، لکه چې داني سجورسن هم ورته ويلي چې:

(په شکست کې هيڅ شرم نشته، بلکې شرم له رښتياوو په ډډه کولو او يا پرې پرده غوړولو کې دی. دا هغه څه دي چې سياسي-پوځي سازمانونو د وتنام له جګړې وروسته انجام کړل او زه ويره لرم چې دوی يو ځل بيا هماغه عمل تکراروي.)

سرچینه: کابل ټکی کام