افغانستان

شيدا محمد ابدالي: ارګ راڅخه غير قانوني غوښتنې کړي

په هندوستان کې د افغانستان پخوانی سفير او د ولسمشريزو ټاکنو نوماند شيدا محمد ابدالي وايي چې په هندوستان کې د خپلې دندې پرمهال ترې ارګ غير قانوني غوښتنې کړي دي.

ابدالي په يوه تازه مرکه کې ویلي دي چې په هندوستان کې د سفارتي چارو او فعاليتونو د ترسره کولو پر مهال څو څو ځله ورڅخه ارګ راپورونه غوښتي دي چې دا یو غير قانوني غوښتنه وه.

نوموړی وايي چې د راپور ورکولو اصلي مرجع د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت و خو ارګ څو څو ځل دا هڅه کړې ده خو هغه زياتوي چې د ارګ دا ناقانونه غوښتنه يې نه ده منلې.

نوموړي ويلي دي چې په حکومت کې پراخ فساد او کمزورې حکومتولي هغه څه دي چې په افغانستان کې يې ملي يو والی زيانمن کړی دی.

تر اوسه د شيدا محمد ابدالي ددې څرګندونو په اړه ارګ څه نه دي ویلي خو د نوموړي په څېر نورو چارواکو هم له استعفاګانو وروسته د حکومت ځينې پټې خبرې او معاملې افشاء کړي دي.