لوبې

پاکستانی سقلېن مشتاق: راشدخان ځوان او ماهر بالر دی

پاکستاني سلو توپ اچوونکي سقلېن مشتاق چې د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی، ویلي چې راشدخان ورځ په ورځ پرمختګ کوي او افغان لوبډله د غوړېدو په حال کې ده.

نوموړي دغه خبرې یوې تلویزیوني شبکې سره د اسیا جام پرمهال کړي دي.

د این ډي تلویزیون د ورزش څانګې لیکلي چې راشدخان د کرکټ په نړۍ کې انقلاب راوستی او هغه د نړۍ په کچه ښه ځلېدلی دی.
راشدخان ارمان په ۲۰۱۵ م کال کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شوی دی.

این ډي تلویزیون ویلي دي، چې راشدخان د افغان لوبډلې یو بریالی لېګ برېک توپ اچوونکی دی.

سقلېن مشتاق

راشد نه یواځې دا چې په توپ اچونه کې ځلېدلی، بلکې په توپ وهنه کې هم خورا زړور او خطرناک دی، کله کله داسې توپ وهنه کوي، چې ښه توپ وهونکی یې هم نه شي کولای، د ۲۰۱۸ کال په اسیا جام سیالیو کې راشدخان د بنګله دېش خلاف نیمه سلیزه وکړه او ۵۷ ناسوځېدلې منډې یې وکړې.

سقلېن مشتاق وایي راشدخان نه یواځې دا چې د افغانستان لپاره تل بریالۍ لوبه کړې؛ بلکې د نړۍ په سترو لیګونو کې یې هم د توپ وهونکو هیلې رژولي او له مېدانه یې په حسرت رخصت کړي دي.

د راشدخان د لیګونو په اړه د مشتاق څرګندونې:
مشتاق وایي راشدخان په بي بي ایل، آې پي ایل، بي پي ایل، ټي ټېن لیګ، بلاسټ لیګ، سي پي ایل لیګ، افغانستان سوداګریز لیګ او نورو لوبو کې لوبېدلی دی او خپله ایکانومي یې د ښو توپ وهونکو پر وړاندې ساتلې ده.

راشدخان د سقلېن مشتاق ریکارډ مات کړ:
سقلېن مشتاق د پاکستانۍ لوبډلې پخوانی اف برېک توپ اچوونکی و، چې هغه د نړۍ په کچه په ۲۱ کلنۍ کې ریکارډ جوړ کړی و، نوموړی د ۲۱ کلونو و، چې د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام اخېستی و.
خو راشدخان دغه ریکارډ تېرکال په ۱۹ کلنۍ کې مات کړ او د کرکټ نړیوالې شورا د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې یې لومړی مقام اخېستی و.

راشدخان اوس شل کاله عمر لري.

د این ډي تلویزیون وېب پاڼه وایي راشدخان او هندی جسپرېت بومرا د کرکټ نړیوالې شورا د پنځوس اوریزو لوبو په توپ اچوونکو کې په لومړي او دوهم مقام راج چلوي.

راشد خان په ۲۰۱۷ م کال کې لومړی شو؛ خو جسپرېت بومرا ترې ډېر ژر دا مقام بېرته ونیو او راشد خان اوس په یو ورځنیو لوبو توپ اچوونکو کې دوهم مقام لري.

راشدخان د پاکستاني بالر ریکارډ ۱۹ کاله وروسته مات کړ:
افغان ځلېدونکي کرکټ ستوري راشدخان ارمان شا او خوا ۱۹ کاله وروسته د پاکستاني سقلین مشتاق ریکاډ مات کړ، سقلېن مشتاق ۱۹۹۸ م کال کې لومړی بالر و.
راشدخان بیا په ۲۰۱۷ کې دغه مقام ته ورسېد.

کله چې راشدخان د سقلېن مشتاق ریکارډ مات کړ، پاکستانۍ رسنیو له مشتاق سره په دې اړه مرکې وکړې؛ هغه د راشدخان د صفت ترڅنګ هغه ته د لا پرمختګ هیله وکړه.

افغان بالر راشدخان په ۲۰۱۷ م کال کې د زِمبابوې خلاف سیریز یا لوبلړۍ کې ۱۶ وېکټې اخېستې وې، چې دې چارې ورسره په لومړي مقام اخېستلو کې خورا ډیره مرسته وکړه.

راشد خان د دې سربېره په دوه پاڼیو کې ۵۱ منډې وکړې، چې د لوبلړۍ په پایلوبه کې یې د زِمبابوې خلاف ۴۳ منډې وکړې او ۲۹ توپونه یې ولوبول.

نوموړي هغه مهال د نړۍ د توپ وهونکو په منځ کې ۱۱۴ م مقام اخېستی و.

راشدخان په شل اوریزو لوبو کې:
افغان لېګ بالر راشدخان په شل اوریزو لوبو کې د بالرانو پر وړاندې د لومړي مقام راج چلوي.

هغه په شل اوریزه لوبو کې د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې ۷۹۳ رېټېنګ لري او لومړي مقام کې دی.

له ده وروسته پاکستانی شاداب خان دوهم دی هغه هم د راشدخان په څېر لېګ برېک توپ اچوونکی دی.
شاداب خان ۷۵۲ رېټېنګ لري.

دریم نمبر بیا هندوستانی لېګ برېک توپ اچوونکی کولډیپ یداف دی، هغه ۷۱۴ رېټېنګ لري.

څلورم مقام بیا د انګلستاني عادل الرشید دی.

په دې درجه بندۍ کې څلور واړه بالران چې له لومړي مقام څخه یې تر څلورم مقام پورې ځایونه خپل کړي لېګ برېک توپ اچوونکي دي.

محمدنبي عیسی خېل چې د افغانستان اف برېک توپ اچوونکی دی په شل اوریزو بالرانو کې دولسم مقام خپل کړی دی.

د راشدخان پېژندنه:
راشدخان په ۱۹۹۸ م کال کې د سپټمبر په ۲۰ مه نېټه د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. اوس مهال شل کاله عمر لري. واده یې نه دی کړی او نامزاد شوی هم نه دی. په لوبډله کې یې رول یا کردار بالر دی او ورسره توپ وهنه هم کوي.

یوه ټېسټ لوبه یې په ۲۰۱۸ م کال کې د جون په میاشت کې د هندوستان خلاف کړې ده، چې ټولې یې پکې اتلس منډې کړي، ۱۲ یې لوړې منډې دي او ۲ څلوریزې یې وهلي دي.

۵۱ یو ورځنیو لوبو کې یې ۶۷۶ منډې کړي دي او په یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۶۰ دي.

۳۵ شل اوریزو لوبو کې یې ۱۱۶ منډې کړي، چې ۳۳ یې لوړې منډې دي.

آې پي ایل کې یې ۳۱ لوبې کړي، چې ۷۰ منډې یې جوړې کړي او یوه لوبه کې یې لوړې منډې ۳۴ دي.

راشد په اې پي ایل کې هم ښه ځلیدلی

د راشد خان بالېنګ:
یوه ټېسټ لوبه کې یې توپ اچونه کړې، چې ۲۰۹ توپونه یې کړي دي، ۱۵۴ منډې یې ورکړي او دوه وېکټې یې اخېستي.

یو ورځنۍ لوبې:
۵۱ یو ورځنیو لوبو کې یې توپ اچونه کړې، چې ۲۶۲۳ توپونه کړي دي، ۱۷۰۸ منډې یې ورکړي او ۱۱۸ وېکټې یې اخېستې دي.

په یوه لوبه کې یې د ۱۸ منډو په ورکولوسره د ۷ وېکټو اخېستل غوره توپ اچونه ده.

شل اوریزې لوبې:
۳۵ شل اوریزو لوبوکې یې ۷۹۲ توپونه کړي دي ، ۷۹۴ منډې یې ورکړي دي او ۶۴ وېکټې یې اخېستې دي.

په یوه لوبه کې یې په ۳ منډو ورکولو سره ۵ وېکټې اخېستل غوره توپ اچونه ده.

د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو پیل یې د افغانستان لپاره په ۲۰۱۵ م کال کې د زِمبابوې خلاف کړی دی او د اې پي ایل لوبو پیل یې په ۲۰۱۷ م کال کې د اپریل په ۵ مه نېټه په چېناسوامی لوبغالي کې د رویال چلېنجرز بنګلور خلاف کړی دی.

سرچینه: یاران