لوبې

ستړی راشد دمه نه لري، اوس سویلي افریقا ته ورسید، خو ټیم یې بد حالت کې دی

ليکنه: مدثردعوت

راشدخان هغه نوم دی چي نړۍ يې د کرکټ څخه متاًثره ده، هغه که توپ اچوونه وي، توپوهنه ياهم ډګرساتنه وي.

هندوستان پريمرليګ،بيګ باش،دکاناډ ليګ،بنګلديش پريمرليګ،افغانستان پريمرليګ اوپه خپله د افغانستان ملي لوبډلي کي د راشدخان لوبيدل ددې باعث سوي چي نوموړی په پوره کال هم خپل کورته نه وي تللی.

يوازي څو ورځي مخکي راشدخان له لس اووريز ليګ څخه اوزګار سو، ترهغه وړاندي د افغانستان غوره ليګ، خو دادی اوس يې بيا ځان سويلي افريقا ته رسولی.

راشدخان د خپلي لوبډلي سره پداسي حال کي يوځای سو، چي لوبډله يې تر نورو ټولو لوبډلو په بد حالت کي ده.

په مزانسي سوپرليګ د نومبر په ۱۶مه نيټه پيل سوی، تر دې مهاله پکښې ۲۰ لوبي ترسره سوي چي ۲۱مه به يې د راشدخان لوبه وي.

ډربن هيټ لوبډلي خپلي تيري شپږ واړه لوبي بايللي نو اړتيا ده چي راتلونکي پاته څلور لوبي وګټي ترڅو بل پړاو ته لار پيدا کړي.
خو د راشدخان په ورتګ سره يې لوبډله خوشبينه ده چي بل پړاو ته به لارپيدا کوي.

د ډربن هيټ لوبډلي روزونکی ګرانټ مورګن وايي پلې اپ ته د رسيدو لپاره بايد راتلونکي څلور واړه لوبي وګټو،اړتيا ده چي زحمت وباسو نو زه خوشحاله يم چي راشد مو د لوبډلي سره يوځای سو.

دی زياتوي چي راشدخان د شل اووريزو لوبو لومړی مقام توپ اچوونکی او د يو ورځنيو لوبو لومړی مقام الراونډر دی، نوځکه به يې لوبډله د هر اړخه پياوړې سي.

د راشدخان د لوبډلي اوومه لوبه چي نوموړی به د لومړي ځل لپاره پکښې لوبيږي چهارشنبه، د شپې ۰۹:۳۰ بجې د نيلسن منډيلا لوبډلي په وړاندي ترسره کيږي.

دغه ليګ د رواني ډسمبر مياشتي تر ۱۶مي نيټې پوري دوام کوي.

راشدخان په دويم پړاو لس اووريز ليګ کي د مراټيا عربينز لوبډلي لپاره په ۹ لوبو کي ۶ لوبغاړي وسوځول،۲ کيچونه يې ونيول او ۴۲ منډي يې جوړي کړلې.

خو ګوره چي په مزانسي سوپر ليګ کي به دخپلي لوبډلي هيلي پوره کړي که يا؟!

سرچینه: یاران