روغتیا

د وجود د هډوکو پياوړي کول

ژباړه: مریم محمدي

هډوکي ژوندي غړي دي چې وزن يې کم خو کلکوالی يې ډير دی. د يوه بالغ انسان په بدن کې ۲۰۶ هډوکي دي چې دا شمېر په نویو زيږيدلو ماشومانو کې ۳۰۰ ته رسيږي.

د شیدو خوړولو پر مهال، يو لړ هډوکي له نورو هډوکو سره يو ځای کیږي او لوی هډوکي جوړ کړي. کله چې عمر ۲۵ کلونو ته ورسيږي، د هډوکو د ودې بهير بشپړيږي، په دې معنی چې د دې عمر وروسته نورو وده نه کیږي.

۱- په بدن کې د هډوکو دنده څه ده؟
– هډوکي هغه منرالونه ذخيره کوي چې د بدن لپاره مهم دي.
– د بدن جوړښت برابروي
– حرکات او ملاتړ اسانه کوي
– د بيلابيلو داخلي غړو ساتنه کوي
– د وینې حجرات توليدوي

۲- هغه لاملونه چې هډوکې کمزوره کوي
– په خوړو کې د کلسیم او پروټین کموالی.
– په ښځو کې د عقامت (شنډتوب) نه وروسته د استروجن کموالی.
– ورزش او حرکاتو نه کول
– په خوړو کې د وېټامین C او D کموالی.
– د نشه یي مواد کارول
– د تایروید غدې (جاغور) زیات فعالیت
– د سرطاني ناروغۍ شتون
– ارثیت یانې د کورنۍ په نورو غړو کې د ورته ستونزې شتون
– د عملیات په واسطه د ښځو د تخمدان ویستل
– د سرطان د درملنې له پاره راډیوتراپي

۳ د هډوکي د کمزورۍ نښې نښانئ دا دي:
– کله چې د پخوا په پرتله درانه کارونه نشې کولای نو پوشئ چې هډوکې مو کمزوره شوي.
– هغه وخت چې د ملا په تیر او نورو هډوکو کې د درد احساس کړئ.
– په پرمختللي حالاتو کې د ملا په تیر کې ناڅاپه درد پیدا کیږي.
– د عادي ګوزار(ضربه) سره په هډوکو کې د درد احساس کول.

۴- د هډوکو د کمزوري د مخنیوي لپاره دا کارونه وکړئ:
په ورځني خوړو کې مو د شېدو، مستو او پنېرو ته ډېر ځای ورکړئ. همدانګه، هغه خواړه وخورئ چې پروټين ولري.

ورزش کول او پیا تګ د نورو ګټو سربیره د هډوکو پیاوړتیا کې هم درسره مرسته کوي، دغه راز د هډوکو د کمزورۍ د مخنیوي لپاره له نشه یې توکو لاس واخلئ بیا په تېره الکول او سګرېټ پریږدئ.

په یاد ولرئ چې د کار او تګ په وخت کې ډېر احتیاط وکړئ، تر څو د غورځېدو او د هډوکو د ماتېدو مخه ونیول شي، هغه کسان چې وزن یې ډېر دی هڅه وکړئ چې وزن کم کړي.

په یاد ولرئ د هډوکو ساتنه او تقويه د ټاکلو ويټامينونو او منرالونو پورې اړه لري چې يو شخص يې اخلي. د کلسیم اخيستل، چې په حيواني توليداتو لکه شيدو او مستو کې پيدا کيږي، د هډوکو د ودې په بهير کې مرسته کوي او دا ډاډ هم ورکوي چې نوموړي سړي په خپلو هډوکو کې يوه ذخیره جوړه کړې ده.

پر دې سربیره، تمرين، لوبې، نڅا او ان باغونو کې کار کول له هغو ښو طريقو څخه دي چې د هډوکو په وده او غښتلتيا کې مرسته کوي.