خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د هسپانیې د دفاع وزیرې سره وکتل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د هسپانیې د دفاع وزیرې مارګریتا روبلیس سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه او کابل کې مېشت د هسپانیې سفیر هم په کې حضور درلود، دواړو لورو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، تروریزم پرضد د ګډې مبارزې، سولې پروسې او امنیتي او دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو راوستو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هسپانیې د دفاع وزیرې له جمهوررئیس څخه د مننې ترڅنګ وویل، د جنیوا په کنفرانس کې ستاسې وینا د سولې په اړه کلیدي او منطقي پیغام درلود او په دې برخه کې د هسپانیې حکومت او خلک ستاسې د هڅو ملاتړ کوي.

نوموړې د سولې په پروسه کې د ښځو پر نقش ټینګار وکړ وې ویل، د هسپانیې حکومت او خلک به دافغانستان د خلکو تر څنګ پاتې شي.

جمهوررئیس غني د هسپانیې دفاع وزیرې ته د ښه راغلاست ترڅنګ له افغانستان سره په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هسپانیایې سرتېرو له لوري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د روزنې مننه وکړه.

جمهوررئیس په امنیتي سکتور کې د اصلاحاتو، د ښځو او ځوانانو د ګډون او نسلي تغیر یادونه وکړه او د سولې په اړه یې وویل، موږ په هېواد کې د پایدارې سولې لپاره پیاوړی هوډ لرو.#

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ