افغانستان

ټاکنو کمیسیون: نن د یو شمېر نورو ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلانوو

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، ټاکل شوې نن هم د یو شمېر ولایتونو د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. یاد کمیسیون وایي چې تر راتلونکو درې یا څلور ورځو پورې به د ۳۲ ولایتونو د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي. یادې څرګندونې نن د دغه کمیسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست کړې دي. دا چې نن به د کومو ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان شي نوموړي یې په اړه څه ونه ویل. خو ممکن یاد کمیسیون نن د لوګر، بلخ، او پکتیکا ولایتونو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه