عطا محمد نور دې له خپلو کړنو لاس واخلي! – ملي اصلاح غورځنګ

د(ملي اصلاح غورځنګ) اعلامیه.

افغانستان دا مهال له بهرنیو او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو له ستونزو سره سره په خپل کور د ننه خوارا زیاتې ستونزې، ننګونې او ګواښونه لري. ولسمشر محمد اشرف غني د خپل ماموریت سره سم د دغو ستونزو د حل لپاره اقدام وکړ؛ خو لا هم د پردیو استخباراتو په لاسوهنې سره په هېواد کې یو شمېر د قدرت کړۍ لانجې جوړوي او حکومت چلنجوي.

له دې کړیو څخه یو هم عطا محمد نور دی، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره له حکومت سره لاس او ګرېوان دی.

نور نه یوازې چې په هېواد کې ستونزې را ولاړوي؛ بلکې له اساسي قانون څخه هم سر غړاوی کوي.

افغان ولس ته د نوموړي کړنې نور له زغم څخه وتلي دي او په کار دا ده، چې د نوموړي په وړاندې قانوني غبرګون وښودل شي او له مرۍ څخه راوتلی نا قانونه اواز یې خپ کړای شي او قانون پرې اجرا شي.

ملي اصلاح غورځنګ چې یو ملي او افغان شموله بنسټ دی، د افغانستان پر ټولو مدني ټولنو، تحریکونو، ګوندونو، مدني فعالانو، ځوانانو، د افغانستان پر ټول با غیوره ولس او له هېواد څخه بهر مېشت افغانان او د دې تر څنګ پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د عطا محمد نور د غیر قانوني کړنو په غبرګون کې خپل اواز پورته کوي؛ څو ښاغلی نور له خپلو ناقانونه کړنو څخه لاس په سر شي.

ملي اصلاح غورځنګ یادو ټولو بنسټونو ته د چمتوالي خبرداری ورکوي؛ څو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د دغه خوځښت په ګام پورته کولو کې ورسره خپله همکاري وکړي‌.

په درنښت!

د ملي اصلاح غورځنګ مطبوعاتي دفتر

اړیکې:
WhatsApp: +93700197768

یکشنبه
۱۳۹۶/سلواغې/۲۲

x

Check Also

جمهور رئیس غني: د ښوونځیو او پوهنتونونو د زده کړې فضا باید مناسبه او له تعصب پاکه وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام د ...