افغانستان

کندهار کې پر بهرنیو ځواکونو دوه چاودنې شوي

د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر بهرنیو ځواکونو دوه چاودنې شوي، چې د مرگ ژوبلې په اړه یې معلومات نه شته.

ځايي چارواکي وايي، دواړه چاودنې پر رومانیايي پوځيانو شوي او موټر یې هم ویجاړ شوی دی.

لومړی چاودنه له غرمې وروسته د دامان په منډي حصار سیمه کې شوې او ورپسې بله چاودنه په مرغان کیچې سیمه کې شوې ده.

د کندهار ولایت مطبوعاتي دفتر تایید کړې، چې په دامان کې پر بهرنیو عسکرو دوه چاودنې شوي؛ خو د مرگ ژوبلې او زیان په اړه یې معلومات نه لري.

ځايي خبریالان وايي، چې چاودنه پر رومانیايي عسکرو شوې، چې د کندهار د هوايي‌ ډگر د امنیت ساتنې مسوولیت يې په غاړه دی.

په کابل کې د نړۍنیوز خبریال د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر ته په دې اړه ایمیل وکړ؛ خو بهرنیو ځواکونو په دې اړه ځواب نه دی ورکړی.

بهرني ځواکونه ډير کله د دغه ډول بریدونو او چاودنو په اړه معلومات نه ورکوي؛ خو وروسته یې بیا په اړه ډير کم معلومات خپروي.

سږ کال افغانستان یو ځل بیا د بهرنیو ځواکونو لپاره خونړۍ کال و، چې نږدې ۱۵ بهرني عسکر په کې وژل شوی دي.