افغانستان

په پکتیکا کې ۱۵۳ بابه ښوونځي جوړېږي

د کلیو پراختیا او بیا رغونې وزارت وايي، غواړي په پکتیکا کې ۱۵۳ بابه ښوونځي جوړ کړي .

د یاد وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغو ښوونځیو به ۶۱۲ میلیونه افغانۍ لګښت راشي، چې تېره ورځ یې عملاً چارې په یحیی‌خېلو ولسوالۍ کې پیل شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په روان کال کې به د پکتیکا په ۲۷ ښوونځیو کې د څښاک اوبه، تشنابونه او اضافي خونې هم جوړ کړي.

په اعلامیه کې ویل شوي په پکتیکا کې به په راتلونکو څو کلونو کې ۲۵۳ بابه ښوونځي جوړ شي.

پکتیکا د سویل ختیځو ولایتونو له هغې ډلې دی، چې تراوسه پکې پوهنې سمه وده نه ده کړې او ډېری ښوونځي یې سرپناه نه لري.