نظر او تحلیل

د خپلسریو وسله والو تر ګواښ لاندې حکومت

نن ټکی اسيا سرليکنه

له څو ورځو راهیسي پر نورو ستونزو او نا خوالو سر بیره ګډ حکومت د خپلسریو وسله والو له خونړي بغاوت سره هم مخ دی.

تیره اونۍ چې د بهرنیو سرتیرو په مرسته دولتي ځواکونو د کابل اتلسمې حوزې اړوند قلعه قاضي سیمه کې د علي پور په نوم په بشري ضد جرمونو تورن کوم زورواکی ونیو سمدستي د هغه پاریدلو پلویانو د نوموړي د خلاصون په غرض له تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل کړل چې له امله یې ۴۸ تنه چې ډیری یې دولتي پولیس وو زخمیان شول او د پولیسو ۸ امنیتي پوستي ورکې وسوځیدلې.

پر دې سربیره یې پلویانو دولت ته اخطار ورکړ چې که په ۲۴ ساعته کې عليپور له توقیفه خلاص نشي دوی به نورهم د
دولت خلاف تاوتریخوالي ته زور ورکړي.

هماغه و چې دولت مجبور شو په دوهمه ورځ یې عليپور له توقیفه خلاص او د ولسمشرۍ د مرستیال ښاغلي سرور دانش په منځګړیتوب د ارګ په د ننه کې په خورا درناوي سره د هغه پلویانو ته وسپارل شو.

تر هغه وروسته د لیندۍ د میاشتې په ۱۱ په تخار کې د نویدیک په نوم یو بل خپلسري قومندان د تالقان ښار په مرکز کې
له دولتي سرتیرو سره نښته وکړه چې پوره دیرش ساعته وخت یې ونیو.

وروسته هغه وخت له خپلو (۶) تنو وسله والو سره تسلیم شو چې د ده د نیولو په غرض له کندوز ښار څخه تخارته کومکي ځواکونه ورسیدل.

تر دې پیښې وروسته د روانې میاشتې په دولسمه د پلازمینې کابل په زړه شهر نوسیمه کې د تیمیم شنسپ په نوم یوه بل خپلسري جګړه مار له دولتي سر تیرو سره جګړه پیل کړه چې یوه مکمله ورځ یې دوام وکړ.

په دې جګړه کې هم د یوه پولیس د وژل کیدو ترڅنګ اته نور پولیس او یو خبریال ژوبل شوي او ځايي اوسیدونکو ته درانه مالي تاوانونه هم وواښتل.

د دولت په خلاف د خپلسریو وسله والو د بغاوت دغه دری واړه پیښې تقریبا په یوه اونۍ او هغه هم دوه یې د کابل ښار په زړه کې رامنځته شوي چې د هغوی په مخنیوي کې د دولت ناتواني هرچاته څرګنده شوه.

په اطرافو او لیري پرتو سیمو کې د طالبانو د فعالیتونو له وجې د دولتي حاکمیت ناتواني خو تر یوه حده د دولت لخوا توجیه کیدای شي، خو د کابل ښار په زړه کې د خپلسریو وسله والو مسلح برخورد او د لسګونو پولیسو او کابل ښاریانو زخمي کول د هغه دولت لپاره چې د امریکا او ناټو په شمول یې د نړۍ ۴۱ هیوادونو تر شا ولاړ دي په هیڅ ډول د توجیه وړ نه بلل کیږي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د خپلسریو وسله والو تر ګواښ لاندې حکومت

سرچینه: نن ټکی اسیا