روغتیا

دغه خواړه درسره ښه خوب کې مرسته کوي

۱. کب یا ماهي ویټامین B6 لري .که د شپې له خوا په کمه اندازه کب وخوړل شي په ښه خوب کې درسره مرسته کوي.

۲. کیله د ویټامین (B6) غوره سرچینه  ده، دا ویټامین د میلاتونین( melatonin)  چې یو خوب راوړونکی هورمون دی د ترشح لپاره اړین دي . نو کیله په ښه خوب کې درسره مرسته کوي، همدارنګه کیله د ډیرو پوتاشیمو د لرلو له کبله شهرت لري.

۳. د امریکا د کلینکي غذا په ژورنال کې یوه خپره شوې څیړنه وايي، هغه کسان چې د شپې له خوا له سبو سره سپینې وریژې خورې، تر نور زر پرې خوب راځي او ښه ویده کیدلی شي.

۴. مستې او شیدې له تاسو سره د ښه خوب په کولو کې مرسته کوي.

۵. یوه روغتیايي څيړنه ښایي، چې د الوبالو جوس چې په زیاته اندازه میلاتونین ( د خوب هورمون ) لري په ښه خوب کولو کې مرسته کوي.

۶. چارمغز داسې مواد لري چې ستاسو په وجود کې خوب راوړونکي هورومونونه زیاتولی شي او په آرام خوب کې درسره مرسته کوي.

۷. خام نخود که د شپې له خوا وخوړل شي د ښه خوب په کولو کې درسره مرسته کوي.

سرچینه: پښتو بهیر