ټولنیزي لیکنې

د بریالیتوب په اړه څو مهمې خبرې

 ۱. د بریاوو پر وړاندې دېوالونه ددې لپاره نه دي جوړ شوي چې زموږ مانع وګرځي، بلکې ددې لپاره جوړ شوي چې په سختۍ ترې تېر شو او خلکو ته وښیو چې خپلې موخې ته رسېدل را ته څومره مهم دي.

۲. د ژوند په لوبه کې د هېڅ شي لپاره ناوخته نه دی؛ اوس هم کولی شو چې جبران یې کړو، هغه فرصتونه چې له لاسه مو تللي باید د ژوند په اوږدو کې یې بېرته لاسته راوړو.

۳.  د ژوند ښایست دا نه دی چې ته څومره خوښ یې، بلکې په دې کې دی، چې خلک څومره ستا پر شتون خوښ دي.

۴. تاسو هېڅکله هم نه غواړئ چې خدای مه کړه کور ته مو غله درشي، نو بیا ولې هغو فکرونو ته اجازه ورکوئ چې خوښۍ مو در څخه غلا کوي؟

۵. بریالي کسان د نور خبرو ته غوږ نیسي او بایلونکي بې له دې چې د نورو خبرو ته غوږ کېږدي، په دې تمه ناست وي چې څه وخت یې د خبرو کولو نوبت راځي.

 ۶. پوهېږئ! څه چې له جنګ څخه ډېر بد دي، هغه دا دي چې موخه نه لرئ چې پر وړاندې یې وجنګېږئ.

 ۷. له دې وروسته دې له ژونده د «نشم کولی» کلمه لرې کړه او ووایه «توکل پر خدای»!

۸. که فکر کوئ ستونزې مو د یوې کښتۍ په کچه لویې دي، خو دا هم مه هېروئ چې د خدای پاک نعمتونه بیا د یوه اقیانوس په اندازه لوی او ډېر دي.

۹. سپوږمۍ ته ختل دې موخه وټاکه، که ورته ونه رسېږې د ستورو په کاروان خو به ورګډ شې.

۱۰. که پر ځمکه ولوېدې، بېرته پورته شه، ځکه د لوېدلو کسانو بېرته پورته کېدل تر هغه چا غوره دي چې د بل چا په زور ولاړ وي.

سرچینه: پښتو بهیر