خبرپاڼې

جمهوررئیس غني: سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د سولې په اړه د خپلو مشورتي ناستو په لړ کې نن ماښام د هېواد له اقتصادي فعالانو سره وکتل.

په دې کتنه چې په چهارچنار ماڼۍ کې وشوه په پیل کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خانجان الکوزي، د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې رئیسې منېژې وافق، د صنایعو او کانونو خونې رئیس شېرباز کمین زاده او یو تن پانګوال ذبیح الله زیارمل د نورو په استازیتوب د سولې په اړه د جمهوررئیس د برنامو او هڅو هرکلی او ملاتړ وکړ.

دوی زیاته کړه، سوله یوه اړتیا ده او د سولې له برکته پانګونې او اقتصادي ودې ته لا زیاته زمینه برابرېږي.

اقتصادي فعالانو په هېواد کې د سوداګرو او پانګوالو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د سترو پانګونو جذبولو ته دې زیاته پاملرنه وشي او څرګنده یې کړه چې په دې برخه کې به له حکومت سره همکار وي.

وروسته جمهوررئیس غني د دوی له نظریاتو څخه په مننې وویل، سوله د پانګونې لپاره ښه فرصت برابروي او د سولې پروسه د خلکو له سترګو پټه نشي پاتې کېدای.

جمهوررئیس زیاته کړه، حکومت د مذاکره کوونکي پلاوي نوملړ اعلان کړی او د د خصوصي سکتور په ګډون د خلکو د ټولو اقشارو لپاره په مشورتي بورډ کې ځای په پام کې نیول شوی او له تاسې سره به په هر پړاو کې مشوره کېږي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، پانګوال او دولت د یوه بل ممد دي او موږ باید د یوه بل په مرسته تر۲۰۲۴ کال پورې د اقتصادي ودې لپاره جدي کار وکړو، ترڅو له وارداتي هېواد څه په صادرونکي هېواد بدل شو.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې له اقتصادي فعالانو څخه وغوښتل چې د تولیدونکو د اتحادیو، د محصولاتو او تولیداتو د پروسس، بازار موندنې او معیاري جوړولو په برخه کې کار وکړي. هغه څرګنده کړه کانونه د پانګونې لپاره چمتو دي او تاسې کولای شئ په دې برخه کې فعالیت وکړئ.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ