خبرپاڼې

د جمهور رئیس غني په مشرۍ د کابینې غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې غونډه نن له غرمې مخکې  په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په پیل کې جمهوررئیس غني د کابینې غړو او د افغانستان ټول ملت ته د جنیوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو مبارکي ورکړه او د دې کنفرانس جوړول یې د هېواد په اقتصادي، اجتماعي او سیاسي برخو کې د ملي یووالي حکومت بله لاسته راوړنه وبلله.

جمهوررئیس د هېواد اقلیمي وضعیت ته په کتو اړوندو ارګانونو ته دنده وسپارله چې د وچکالۍ او سیلابونو د مخنیوي په اړه لازم تدابیر ونیسي او د اقلیم بدلون د مدیریت په اړه هر اړخیزه او جامع طرحه ترتیب او تطبیق کړي.

د اجنډا مطابق د مالیې وزارت مالي معین د وزارتونو او دولتي ادارو د انکشافي پروژو د کمي او کیفي پرمختګ په اړه د دې وزارت راپور غونډې ته وړاندې کړ. نوموړي دغه راز د عوایدو راټولولو په اړه غونډې ته هم معلومات ورکړل وې ویل، د روان کال د لېندۍ تر ۱۳ نیټې (۱۷۹)میلیارده افغانۍ راټولې شوي چې دا شمېر د مالیې وزارت او IMF له تعیین شوي هدف څخه لوړ دی. کابینې هم له هراړخیزو بحثونو وروسته د یادې موضوع په اړه د مالیې وزارت راپور تائید کړ.

وروسته د لوړو زده کړو وزیر د کانکور امادګۍ برنامې د پرمخ بېولو مسوولیت او د تطبیق میکانیزم په اړه د دې وزارت او پوهنې وزارت مشترکه بدیله طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې د یادې طرحې د تائید ترڅنګ د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو ته دنده وسپارله چې پر کیفیت او معیاري کولو یې لا زیات تمرکز وکړي او دا بهیر دې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړ کړي.

دغه راز په دې غونډه کې د لوړو زده کړو وزیر د  طبي لوړو زده کړو ۴۵خصوصي بنسټونو د کیفي وضعیت د ارزونې راپور او د هغو د ظرفیتونو د لوړولو په خاطر مشخص وړاندېزونه غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد راپور تائید کړ.

دېته ورته کابینې د لوړو زده کړو وزارت موظف کړ چې د کرایې، سفریې او جیب خرچ د مقررې د تعدیل ترڅنګ دې د ټولو پوهنتونونو او لوړو زده کړو خصوصي موسسو د موجوده رشتو کیفي وضعیت وارزوي او د پایلو راپور دې د کابینې راتلونکو غونډو ته وړاندې کړي.

د غونډې په بله برخه کې د عامې روغتیا وزیر په روغتیايي مرکزونو کې د حق الاجرت (فیس) د مدیریت لارښود غونډې ته وړاندې کړ چې کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاد لارښود تصویب او عامې روغتیا وزارت یې موظف کړ چې په دې لارښود کې دې ښځینه ناروغانو ته ۲۰ سلنه تخفیف په پام ونیسي او د بې وسه ناروغانو د سهولت په خاطر دې د حق الاجرت (فیس) د څارنې کمېټې په ایجاد کې تجدید نظر وکړي.

دغه راز عامې روغتیا وزیر د افغانستان د روغتیایي څارنو د اعتبار ملي ادارې د ایجاد او د هغې د ترکیب او مدیره پلاوي د وظایفو د لایحې طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تصویب کړه.

وروسته د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د وړاندیز په اساس د لومړي او دویم بریالي شرکت له لورې د ملي موزیم د نوې ودانۍ د ډېزاین د قرارداد څرنګوالی، د دې وزارت سرپرستې غونډې ته وړاندې کړ او کابینې د اطلاعاتو فرهنګ وزارت موظف کړ چې یاد وړاندېز دې د تفصیلي بحث په موخه د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډو ته وړاندې کړي.

دغه راز د فواید عامې وزیر د ځینو ځمکو د استملاک او د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست په خواجه رواش سیمه کې د حضرت مولانا سید نذرالله ابراهیمي زیارت د محوطې د پراختیا په موخه د ۲۰۸۷ متره مربع دولتي ځمکې د موازي خرڅلاو موضوع غونډې ته وړاندې کړه چې تائید شوه.

همدارنګه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د هرات ولایت د غیاثیه دارالعلوم د آمر له لوري د ۲۵ جریبه دولتي ځمکې د موازي پېرلو د درخواست موضوع غونډې ته وړاندې کړه او د هغې د قانوني مرحلو د بشپړولو ډاډ یې ورکړ چې کابینې د یادې ځمکې د یو جریب خرڅلاو په یو سلو پنځوس زره افغانیو (۱۵۰۰۰۰) تائید کړ.

وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست د ۱۳۹۵/۶/۱۰ نیټې د ۱۲ ګڼې مصوبې د ۱۵ فقرې د صراحت مطابق د عام المنفعه او دولتي تاسیساتو لکه صنعتي پارکونو، ښوونځیو، اداري ودانیو، روغتون، ګمرکونو، د کوچنیانو د اصلاح او روزنې د مرکز، د برېښنا د سب سټیشن، لمریزې برېښنا د پروژو د جوړولو او مالیې وزارت له لوري د شهیدانو ورثې ته د استوګنې د نمرو د وېش په خاطر د دولتې ځمکې د ۱۹ مورده پېشنهاداتو د لېږد وړاندیزونه غونډې ته مطرح کړل چې کابینې تائید کړل.

په همدې ترتیب نوموړي د ترانسپورتي ترمینلونو د جوړولو په خاطر ترانسپورټ وزارت یا پایتخت زون پراختیا ادارې ته د کابل په چهاراسیاب، خاک جبار، استالف او پغمان ولسوالیو کې د (۳۶۴۴،۱) جریبه دولتې ځمکې موازي لېږد غونډې ته مطرح کړ چې کابینې پایتخت زون پراختیا ادارې ته د یادو ځمکو لېږد تصویب کړ.

د غونډې په پای کې د بهرنیو چارو وزارت د ادارې او سرچینو معین د بین المللي معاهداتو څلور مورده غونډې ته وړاندې کړل چې کابینې تائید کړل.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ