دیني لیکنې

له مرګه وروسته د انسان ۹ هیلي

 

۱- يَا لَيْتَنِي كُنْتُ تُرَابًا
کاشکي زه خاوري وای (ﺳﻮﺭة النبأ‏ ۴۰)

۲- يَا لَيْتَنِي قَدَّمْتُ لِحَيَاتِي
کاش چې ما د خپل آخري ژوند لپاره څه کړي وای
‏( ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺠﺮ24 ‏)

۳- يَا لَيْتَنِي لَمْ أُوتَ كِتَابِيَه
ای کاش چې ماته خپله عمل نامه نه وای راکړای شوې
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﺤﺎﻗﺔ 25)

۴- *يَا وَيْلَتَىٰ لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلانَا خَلِیْلًا
های زما بد شامیته! کاش چې ما فلانی سړی خپل ملګری نه وای ګرځولی
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 28 )

۵- يَا لَيْتَنَا أَطَعْنَا اللَّهَ وَأَطَعْنَا الرَّسُولَا
کاش چې موږ د الله تعالی او د هغه د رسول اطاعت کړی وای
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﺣﺰﺍﺏ 66)

۶- يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلًا
کاش چې ما د رسول ص لاره غوره کړې وای
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻔﺮﻗﺎﻥ 27)

۷- يَا لَيْتَنِي كُنتُ مَعَهُمْ فَأَفُوزَ فَوْزًا عَظِيمًا
کاش چې زه هم د هغوی سره وای، نو ډېره لویه بریا به مي موندلې وای
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻨﺴﺎﺀ 73‏)

۸- يَا لَيْتَنِي لَمْ أُشْرِكْ بِرَبِّي أَحَدًا
کاش چې ما د خپل رب سره څوک شریک نه وای نيولی
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻟﻜﻬﻒ 42)

۹- يَا لَيْتَنَا نُرَدُّ وَلَا نُكَذِّبَ بِآيَاتِ رَبِّنَا وَنَكُونَ مِنَ الْمُؤْمِنِين
کاش چې موږ یو ځل بیا دنیا ته ور وګرځول شو؛د خپل رب نښانیاني دروغ ونه ګڼو او د ایمان لرونکو خلګو په ډله کې شامل شو
‏(ﺳﻮﺭﺓ ﺍﻷﻧﻌﺎﻡ 27)

دا هغه هیلي دي چې انسان یې له مرګ وروسته کوي، خو څه به لاس ته نه ورځي. نو هڅه وکړئ چې په ژوند کې د ځان اصلاح وکړئ.

سرچینه: عزم وېبپاڼه

Tags