نظر او تحلیل

پرحسنا جلیل بحثونه؛ له ښځو سره معقول چلند کوم دی؟

ارشاد رغاند

د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالېسۍ د مرستیالې په توګه د حسنا جلیل په نوم د یوې ځوانې ښځې یا نجلۍ ګومارل کیدو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه رامنځته کړي.

په دغو بحثونو کې یوه ډله خلک د حسنا جلیل د ټاکنې مخالف دي، خو بله ډله یې ګومارنه ستایي او دا ګام له ځوان قشر او خاصتا ښځو سره د ولسمشرغني لېوالتیا ګڼي.

ضروري بحث کوم دی؟

د دې مسئلې مهم او ضروري بحث په ډېر ګومان دا دی، چې له ښځو سره زموږ د ټولنیز چلند څرنګوالی څنګه او څومره پر ځای یا بې ځایه دی؟

په دې لیکنه کې د دغو بحثونو د ورځینیو عواملو یا زاویو پر ځای پر دې بحث کوو، چې له ښځو سره زموږ چلندونه هم یې په پلوۍ او هم په مخالفت ولې افراطي دی او د دې پایلې به څه وي؟

افراطي مخالفت

د حسنا جلیل په شان ګڼې افغانې مېرمنې هم د نارینه وو او هم ښځینه وو له لورې ډېرځله د دوی اړوند په هغو مواردو کې چې د افغاني ټولنې په کچه له رایجو شرایطو څخه مستثنا دي له ګڼو مخالفتونو سره مخ کیږي.

دا مخالفتونه تر ډېره پر افغاني ټولنې له حاکمو دودیزو او په اصطلاح وروسته پاتې لیدلورو څخه سرچینه اخلي.

په افغاني ټولنه کې معمولا ښځو ته د دویمې درجې انسانانو په سترګه کتل شوې او په مختلفو عرصو کې د دوی له ځلیدو، مخته تګ او فعال نقش لرلو سره مخالفت شوی.

دغه کار ته له بده مرغه د یوه غیرانساني لیدلوري پرځای د یوه ویاړلي عمل او حتا(غیرت) په سترګه کتل شوي.

حسنا جلیل په امریکا د ادارې او تجارت په برخه کې لوړې زده کړې کړي. نوموړې تر دې مخکې د افغانستان د کانونو او تیلو د وزارت د تحلیل ارزیابۍ او پالیسۍ د ریاست سرپرسته وه. د چارشنبې په ورځ یې رسما د کورنیو چارو وزارت د ستراتیژۍ او پالیسۍ د مرستیالې په توګه دنده پیل کړه.

افراطي پلويتوب

د طالب واکمنۍ له سقوط سره د ښځو د حقونو د اعادې په نوم د ډېرو قدر وړ ګامونو ترڅنګ له بده مرغه ځینې داسې عملونه هم وشول، چې ظاهرا د ښځو لپاره یې ډېر حسن نیت څرګندوه خو په عمل کې یې نتیجه په ځینو برخو کې ښځو ته برعکس او د دوی خلاف د خلکو د پاریدو سبب شوې ده.

په دې برخه کې د ښځو د افراطي دفاع ځینې هڅې، چې ممکن برحقه به وې، خو د معقولې او موثرې مبارزې د اصولو برعکس غیرتدریجي او د حاکمو شرایطو له پام کې نیولو پرته به وې د یادونې وړ دي.

د دغو هڅو مثالونه به خامخا خپله د درنو لوستونکو ذهن ته ورځي، چې یوه یې هم د لیکنې په مقدمه کې بحث شوې موضوع ده.

معتدله او معقوله لاره

پورتنۍ دواړه نظریې( د ښځو افراطي مخالفت او افراطي پلویتوب) د فیصدۍ په تفاوت سره دواړه افغاني ښځینه وو ته لوی سرخوږي دي.

یو لیدلوری کاملا د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف د اشرف المخلوقات زېږونکی او روزنکی قشر ردوي او بل په شعوري یا ناشعوري ډول د دوی د دفاع په نوم داسې څه کوي، چې په ټولنه کې د حاکمو شرایطو د منفي سیوري تر چتر لاندې د دې مظلوم او حقدار قشر د اعاده شویو نسبي حقونو پر وړاندې هم حساسیتونه زېږوي.

د حسنا جلیل ټاکنه

د دغه بحث په فضا کې ویلای شوو، چې د آغلې حسنا جلیل له ګومارنې سره مخالفتونه له سیاسي ملاحظو وراخوا پورتنۍ ټولنیزې ریښې هم لري.

موږ ته لازمه ده، چې داسې ټاکنې یوازې د ښځینه وو د پلوۍ او مخالفت له زاویو ونه ارزوو.

پر لوړ پوړو حکومتي دندو د ګومارل کیدو ګڼ معیارونه شته، چې هغه باید د ګومارل کیدونکو ټولو نارینه او ښځینه وو په ګومارنه کې باید له پامه ونه غورځول شي.

د ولسمشر غني دفاع

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د حسنا جلیل پر ټاکنې له تودو بحثونو وروسته وویل، چې د هغې پر ګومارنې ویاړي.

زموږ حکومت؛ بالخصوص ولسمشر غني ښه کوي، چې د ښځو د حقونو په برخه کې خپلې ژمنې پالي، مګر دا باید هېر نه کړي چې د ژمنو د تطبیق او په خاصه توګه په ګومارنو کې هغو بې حسابو او هېر شویو ښځینه کادرونو ته زیات حق ورکړي کومې چې د خپلې ټولنې له روح و روان سره لازم شناخت او د تعامل ظرفیت ولري..
په مختلفو عرصو کې ښځینه وو ته د مناسب مشارکت د سهم ورکولو له کبله د حکومت د قدردانۍ ترڅنګ ضروري ښکاري، چې په اقداماتو کې ترې د غور او د ګمارنو د معیارونو د عملي کیدو غوښتنه وشي.

سرچینه: یاران ټکی کام