افغانستان

ګډوځواکونو په خوست او غزني کې “لس“ کسان په مخامخ ډزو وژلي

راپورونه وایي چې تیره ورځ پر لوګر او هلمند سربیره، په خوست او غزني کې هم امریکایي ځواکونو د ولسي خلکو پر میشت ځایونو چاپې وهلې او ګڼو ولسي کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

خبر زیاتوي، امریکایي ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا تیره ورځ سهار د خوست ولایت نادرشاه کوټ ولسوالۍ په ګڼو کلیو چاپه وهلې.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډو ځواکونو لومړی کورونه تلاشي کړي، او له ډیری کورونو یې پیسې او قیمتي توکي له ځانه سره وړي دي.

دغه راز یې د ګڼو کورونو دروازې هم ور ماتې کړې او څلور (۴)تنه کلیوال یې په مخامخ ډزو په شهادت رسولي، ۲ نور یې ټپیان کړي دي.

په یوه بل خبر کې ویل شوي چې تیره ورځ د غزني ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند په چهارکلا، کډي، ملا کلا، ولي کلا اوګاجه خیلو کلیو باندې امریکایي ځواکونو چاپه وهلې او ګڼې کورنۍ یې د ویر په ټغر کینولې.

سیمیزې سرچینې وایي، ګډوځواکونو یو کور په بمونو الوزولی او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ۵ تنه ولسي کسان وژلي دي.

دغه راز ګډوځواکونو د یادې ولسوالۍ اړوند د “کډي او ګاجه خیلو“ په نامه سیمو هم چاپه وهلې، دکانونه یې چورتالان او بیا یې له منځه وړي؛ شپږ تنه کلیوال یې له ځانه سره د بندیانو په توګه وړي او د عبدالجبار په نامه د سیمې یو مخور یې وژلی دی.

د یادونې وړ ده چې تیره ورځ په لوګر او هلمند کې هم ګډوځواکونو نږدې ۱۵ تنه ښځې او ماشومان په مخامخ ډزو شهیدان کړي و.

بلخوا افغان ځواکونو خبر ورکړی چې د غزني په بیلابیلو سیمو کې یې ۳۰۰ تنه طالبان وژلي دي؛ هغه ادعا چې آزادو او سیمیزو سرچینو بې بنسټه بللې ده.