نړۍ

جاپان کې د امريکا دوه جنګي الوتکې نسکورې شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۵لېندۍ، ۱۳۹۷ل): د امريکا دوه جنګي الوتکې په هوا کې د تېلو اچولو پر مهال پر مهال نسکورې شوي او دواړه ويجاړې شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت «پنټاګون» وايي، چې ايف ۱۸ ډوله جنګي الوتکې او همدارنګه سي ون ۳۰ جنګي الوتکې د  سويلي جاپان له اواکوني هوايي ډګر څخه پرواز وکړ او لږه شېبه وروسته دواړه الوتکې نسکورې شوې.

امریکايي رسنۍ وايي، دا پېښه په داسې حال کې شوې، چې دواړه الوتکې د پوځي تمرين په حالت کې وې او په هوا کې يې د تېلو اچولو تمرين کاو.

پنټاګون وايي، په ايف اتلس الوتکه کې دوه او سي ون ۳۰ کې پنځه کسان سپاره وو.

تر اوسه يو تن ژغورل شوی او شپږ تنه لا هم نادرکه دي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: جاپان کې د امريکا دوه جنګي الوتکې نسکورې شوي

سرچینه: نن ټکی اسیا