افغانستان

کندهار کې ۲ امریکايي پوځیان ووژل شول

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یو زغروال ټانګ چپه کېدو پېښه کې د ۲ امریکايي پوځیانو د وژلو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ددغه پېښې د تایید ترڅنګ ویلي، چې وړمه ورځ مازدیګر یې د میوند ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د ملک کلا په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په ګزمې یې مخامخ بریدونه کړي دي.

نوموړی زیاتوي، ددغو بریدونو پرمهال د بهرنیو ځواکونو یو زغروال ټانګ د تېښتې پرمهال ویالې ته لویدلی، چې له امله یې ۲ تنه بهرني پوځیان وژل شوي دي.

له پېښې وروسته امریکايي ځواکونو خپل مړي د امبولانس چورلکو په مټ د کندهار هوايي ډګر ته انتقال کړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تیرو څو اونیو راهیسې وسله والو طالبانو له امریکايي چارواکو سره د مذاکراتو ترڅنګ په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو پرضد خپلو عملیات هم سخت کړي، چې له امله یې د بهرنیو ځواکونو د تلفاتو ارقام په بې سارې توګه لوړ شوي دي.