لوبې

۲۰۱۹ جام ته چمتوالی؛ افغان لوبډله په هند او هندۍ لوبډله انګلستان کې چمتوالی نیسي

افغان لوبډله د نړیوال جام ته تیاری په هندوستان کې کوي؛

خو هندۍ لوبډلې بیا له خپل کور کډه بار کړې !

 د افغانستان کرکټ بورډ بورډ په هندوستان کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف د سیالیو کوربه توب ته تیاری نیسي، چې موخه یې ترې د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته چمتوالی ښودل یاد شوي دي.

 د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام ۵۰ اوریزه سیالۍ د راتلونکې مۍ میاشتې په وروستۍ نېټه په انګلستان کې پیل کیږي، چې پکې د ۱۰ ګډونوالو لوبډلو څخه یوه هم افغان کرکټ ملي لوبډله ده.

 د دغه جام سیالیو لپاره د کرکټ بېلابیلو هېوادونو لوبډلو د ښه تیاریو په موخه انګلستان سفرونه پیل کړي، تر څو له اب هوا او د هغه ځای حالت سره ځان برابر کړي، خو افغان کرکټ بورډ خبره برعکس روانه کړې او د انګلستان پر ځای یې په هندوستان کې د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې خلاف سفر پلان کړی؛ په داسې حال کې چې نه ایرلینډۍ لوبډله د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې شامله ده او هم هندۍ لوبډلې دغه جام سیالیو ته د تیاریو په موخه لا د وړاندې په انګلستان کې د انګلستان خلاف د مسلسل لوبو په لړۍ بوخته وه.

دا چې افغان لوبډله ولې خپل تمرینات د انګلستان پرځای په هند کې کوي، افغان بورډ تر اوسه څه نه دي ویلي.

 بلخوا د پاکستان کرکټ بورډ هم د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته د ښه چمتوالي په موخه د خپلې لوبډلې غم خوړلی، چې د نړیوال جام له راتګ وړاندې یې په انګلستان کې د د انګلستانۍ لوبډلې خلاف د سیالیو لړۍ برابره کړې ده.

 افغان کرکټ بورډ په ځلونو د کرکټ د پوره غړیتوب لرونکو هېوادونو سره د سیالیو د برابرولو خبرې کړې دي، خو دغه خبرې د کلونو راهیسې ګونګې پاتې او له زیمبابوې او ایرلینډ څخه یې پرته په بل کوم هېواد وس نه دی بر شوی.

 دا چې افغان کرکټ بورډ به د نړیوال جام تر راتلو پورې په انګلستان کې د سیالیو په چمتوالي وتوانیږي او که نه؟ لا هیڅ هم نه ویل کیږي.

سرچینه: یاران