افغانستان

امنیه قومنداني هم د «تمیم شنسب» په اړه له معلوماتو بې خبري ښيي

دوه ورځې وړاندې (دوشنبه، ۱۲لېندۍ) د کابل ښار په زړه کې د تمیم شنسب په نوم د یو تن د وسله‌والو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوه، چې نږدې څلورویشت ساعته يې دوام وکړ.

د کابل امنیتي چارواکو دعوه وکړه، چې دغه کس يې له خپلو اتلسو ملګرو سره ژوندی نیولی، خو ضمناً يې منلې چې د دوی له مرکزه يې ګڼې سپکې او درنې وسلې چې راکټ هم پکې شامل دي تر لاسه کړي دي.

تمیم شنسب، چې د پېښې تر نږدې دوولس ساعته تېرېدو پورې هم رسنیو د تمیم وردګ په نامه یاداوه، په اړه يې بېلابېلې اوازې خپرې شوې دي.

د کابل امنیه قومنداني وايي چې دوی يې نه تصویر په لاس کې لري او نه يې په اړه معلومات لري چې دې کور کې يې څه کول.

د دې قومندانۍ ویاند بصیر مجاهد وايي، دا چې کور دومره لوی او په امنیتي کمرو پوښلی، مرمۍ ضد دروازې لري، خامخا به کومه کیسه روانه وه.

د کورنیو چارو وزارت د پېښې پر وخت ویلي و، چې دا کور د تمیم له لوري غصب شوی او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې اصلي مالک ته يې وسپاري خو هغه مخالفت کړی او جګړه پیل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي دا ونه ویل، چې نوموړي دې کور کې له څه وخت راهیسې فعالیت کاوه او دومره وسلې يې څنګه له ځان سره ساتلې دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي ظاهراً دا کور د یوې امنیتي کمپنۍ په نوم یادېده، چې د وسله‌والو تر څنګ به ورته لوړ قېمته موټرو کې ښځينه هم ښکته پورته کېدلې.

د امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې مشر وايي، په کورنیو چارو وزارت کې د تمیم په نوم کومه امنیتي کمپنۍ ثبت نه شته، خو د حامد وردګ په نوم شته، چې په وینا يې د تمیم میرنی ورور دی.

د کابل ښار زړه کې دې جګړې ډول ډول اندېښنې او پوښتنې را ولاړې کړې دي، ښاریان باور لري چې ورته ګڼ نور ځایونه شته، چې د غصب، چور، اخلاقي فساد، نشه‌يي توکو او تښتونو لپاره ترې کار اخیستل کېږي.

د ولسي جرګې غړو دا د زور واکانو پر وړاندې د حکومت ګام بللی، خو د «تمیم» په اړه چې تر اوسه يې لا څېره څوک نه پېژني، وړاندې د زور واکۍ کومه څرګندونه نه وه شوې.