افغانستان

ناټو: زموږ د «همکارۍ» تر څنګ؛ د دولتي عسکرو تلفاتو اندېښمن کړي یو

د دولتي عسکرو د پراخو تلفاتو په اړه د ناټو د عمومي منشي ینس سټولنټبرګ د اعتراف تر څنګ د ناټو ملکي استازي کارنلیوس زیمرمن هم ویلي، چې دې تلفاتو ته خورا اندېښمن دی.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان سکاټ مېلر هم ورسره دا موضوع شریکه کړې ده.

زیمرمن وویل، موږ غواړو چې خپله روزنه، مشوره او همکاري نوره هم اغېزمنه کړو.

نوموړي منلې چې د دوی د روزنې، تمویل او ملاتړ تر څنګ د دوی روزل شوي عسکر پراخ تلفات لري.

تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو عمومي منشي ینس سټولنټبرګ هم وویل، چې د افغانستان حالات خراب دي او په وینا يې باید دلته پاتې شي، خو ويې ونه ویل چې د دوی د پاتې کېدو خو نږدې دوه لسیزې پوره کېږي، بیا هم ولې حالات «سم» نه شول؟

دا په داسې حال کې دی چې نږدې میاشت وړاندې د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني وویل، چې پخپله څلور کلنه دوره کې يې نږدې هر کال اوه زره عسکر له لاسه ورکړي دي.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې یوازې د تېرې میلادي میاشتې په یوه اوونۍ کې ۲۴۲ عسکر له منځه لاړل.

د ملي دفاع وزارت هم منلې چې د نړۍوالو له نږدې اتلس کلن «ملاتړ» سره سره لا هم دغه ځواکونه پخپلو پښو نه شي درېدلی.