د ارګ خبرپاڼه

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲۲.۱ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمیسیون غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د ۲۲.۱ میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د۱۰ نویو پروژو د قرارداد ورکړې غوښتنه له ارزونې وروسته منظور شوه چې عبارت دي له :

–         د جمهوري ریاست د ساتنې عمومي ریاست لپاره د ۱۰ قلمه روغنیاتو د تهیې او تدارک قرارداد؛

–         د کابل ښاروالۍ د حفظ، مراقبت او کار ریاست اړوند د ګول سیخ د تهیې او تدارک قرارداد؛

–      د عامې روغتیا وزارت اړوند د کتلوي معافیت د معلوماتو پر سم انتقال تمرکز د مشورې ورکولو، د بین الفردي اړیکو او د سلوک د تغیر مهارتونو د ترلاسه کولو په اړه د ښوونځیو د ښوونکو او صحي کارکوونکو د روزنې پروژې قرارداد؛

–         د ملکي هوایي چلند خپلواکې ادارې لپاره د انټرنټ بندویت خدماتو وړاندې کولو قرارداد؛

–         د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو د تدارک قرارداد.

سربېره پر دې د ۳۲ قلمه اعاشوي موادو (وچه ډوډۍ، غوښه، تازه مېوه، ترکاري باب او لبنیات) د قراردادونو د ورکړې غوښتنه د ملي دفاع وزارت د موسسو، قطعاتو او جزوتامونو لپاره له چوکاټي قراردادونو څخه په استفادې هم کمیسیون تائید کړه او مسوولینو ته یې یادونه وکړه چې د دې قراردادونو موثر تطبیق کې شفافیت او په دې برخه کې موجود لازم معیارونه  عملي کړي.

په همدې حال کې د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست اړوندو ریاستونو د اړتیا وړ ۱۵ قلمه اعاشوي موادو (غوښه) قراردادونو د ورکړې منظور ي غوښتنه د معیارونو د بشپړولو په موخه ور وګرځول شوه.

د ملي تدارکاتو کمیسیون غړو د تالقان ښار داخلي سرکونو د جوړولو قرارداد ورکړې منظوري غوښتنې په اړه چې فواید عامې وزارت غونډې ته وړاندې کړه، خپل نظریات ورکړل او په پایله کې کمیسیون دا پروژه تائید نه کړه او څرګنده یې کړه، چې د مقیدې داوطلبۍ روش څخه په استفاده دې د دغې پروژې د داوطلبۍ پروسه بیا له سره وشي.

سربېره پر دې د انرژۍ او اوبو وزارت اړوند شورابک د ابي برېښنا د تولید دستګاه پروژه کې د ترکیې هېواد فیکای قراردادي کمپنۍ ته د اضافه کارۍ د ورکړې څرنګوالي وړاندیز غوښتنه او همدارنګه د قلعه موسی بند پروژې تفصیلي ډیزاین پروژې قرارداد د ورکړې منظوري غوښتنه ، د کرنې وزارت اړوند د هلمند ولایت دطبیعي شیلو لپاره ساختمانونه او زمینداور کانال، ملي تدارکاتو کمیسیون تائید کړل.

په دې غونډه کې چې د ملي تدارکاتو کمیسیون د رئیس او غړو ترڅنګ د ملي شورا د مالي او بودجې کمیسیونونو په ګډون ، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمیسیون، سیګار، د غوڅ ملاتړ سیستکا، د فساد ضد مبارزې شبکې او د افغانستان د روڼتیا څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

د پاکستان صدارعظم افغانستان ته سفر کړی

د افغان غږ(آو) آژانس د خبرله مخی، خاقاق  په ترکمنستان او افغانستان ...