خبرپاڼې

ډاکټر زلمي خلیلزاد د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپلو نویو سفرونو په اړه جمهوررئیس ته معلومات ورکړل

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان دسولې لپاره د امریکا متحدو ایالتو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي، ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم حضور درلود، ډاکټر خلیلزاد جمهوررئیس ته په افغانستان کې د سولې د هڅو په خاطر د سیمې ځینو هېوادونو ته د خپل سفر په اړه معلومات ورکړل او سیمې ته د خپلو راتلونکو سفرونو په اړه یې هم خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو و زارت ځانګړي استازي هڅې وستایلې وې ویل، افغان حکومت په جنیوا کنفرانس کې خپل  مذاکره کوونکی ټیم اعلان کړ او په افغانستان کې د سولې د تامین لپاره زمونږ اراده جدي ده.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، د سولې ګډې هڅې باعزته او پایداره سولې ته د رسېدو په برخه کې  له موږ سره مرسته کوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ