جګړه ، عامه ذهنيت ، طالبان او ځانګړي بريدونه يې / لومړۍ برخه

ليکنه : جنرال حسن ميرزئ

په افغانستان کې د بهرنيو لښکرو او د دوی د دوست نظام پر خلاف د طالبانو جګړه چريکي جګړه ده ، په عمومي ډول چريکي جګړه په څلورو بنسټونو ولاړه وي :

1. په سياسي او پوځي برخه کې سالم قيادت

2. د ولس ملاتړ

3. اقتصاد

4. په جنګي وسايلو او جنګي تکتيکونو پوهه

د ولس ملاتړ د چريکي جګړې يو مهم بنسټ دی ، د ولس ملاتړ هغه مهال تر لاسه کيدلای شي چې کله چريکي جنګيالي خپله داعيه د خپل ولس د ديني ، عقيدوي او ټولنيزو ارزښتونو له مخې په وينا او کړنه کې په داسې ډول توجيه کړي چې ولس له دوی څخه ملاتړ خپل مسؤليت احساس کړي .

د افغانستان په اوسنۍ جګړه کې هم بهرني ځواکونه ، هم په کابل کې واکمن د دوی دوست نظام او هم طالبان د ولس د ملاتړ په هدف د عامه ذهنيت د خپلولو کوشش کوي . بهرنيو ځواکونو او د دوی دوستانو د دې موخې لپاره يوه ستره فکري جګړه په کار اچولې او د خپلې پياوړې نشراتي دستګاه په مټ يې چلوي ؛ ځواک يې تر دې اندازې دی چې که وغواړي رښتيا په دروغو او دروغ په ريښتياوو بدلولای شي او په دې بوخت هم دي . کله يې چې کوم ريښتيا يا کوم حقيقت او واقعيت په زيان وي د خپل تبليغاتي او نشراتي دستګاه په واسطه يې د يو دروغو په صفت عامه ذهنيت ته ور په ګوته کوي او که کوم دروغ يې په ګټه وي عامه ذهنيت ته يې د يو ريښتيا ، حقيقت او واقعيت په توګه ور پيژني . دوی د افغانستان ولس د خپل تبليغاتي قوت په مټ په يوه تبليغاتي محاصره کې ساتلی ، کوم معلومات يې چې په ګټه وي هغه ورپريږدي او کوم يې چې په تاوان وي هغه ترې ايساروي .

بالعکس طالبان د عامه ذهنيت د خپلولو ډير لږ او محدود وسايل په لاس کې لري . د طالبانو برلاسي په دې کې ده چې دوی د ولس په منځ کې شتون لري ، يو وخت يې په ولس حکومت کړی او د راټوکيدو او پاڅون داعيه يې له أنارشيزم او ګډوډۍ څخه د ولس ژغورل ؤ .

طالبان هغه مهال د ولس اوسنی ملاتړ ساتلی او لا زيات ملاتړ يې را جلبولای شي چې د ولس په عامه ذهنيت اغيز لرونکي عوامل په ښه توګه درک او تشخيص کړي ، هغه عوامل چې په عامه ذهنيت منفي اغيز کوي د هغو په وړاندې ټينګه مبارزه وکړي او تل ورته بيدار وي او هغه عوامل چې په عامه ذهنيت مثبت اغيز کوي د هغې د شته والي لا زيات کوشش وکړي .

په عامه ذهنيت د مثبت او منفي اغيز لرونکو عواملو له جملې څخه يو هم د طالبانو ځانګړي عمليات دي او مثبت والی او منفي والی يې د ځانګړو عملياتو په تکتيک پورې اړه لري ، که د ځانګړو عملياتو تکتيک داسې وي چې ولس ته پکې مالي يا ځاني تاوان نه رسيده او په ډيرو ضرر لرونکو اهدافو راټول ؤ په عامه ذهنيت مثبت اغيز کوي او که د ځانګړو عملياتو تکتيک داسې وي چې ولس ته پکې مالي او ځاني تاوان رسيږي او په کم ضرر لرونکو اهدافو راټول وي نو په عامه ذهنيت منفي اغيز کوي .

دلته مو له ځانګړو عملياتو څخه مطلب په ښارونو کې د طالبانو تکتيکي بريدونه او د دوی سرتيري بريدونه دي ، ښه خو به دا وای چې په افغانستان کې د افغانانو د خپلې خوښې اسلامي نظام حاکم وای ، د بهرنيانو لاسونه له افغانستان څخه لنډ وای او افغانانو د سولې او امن په فضاء کې سوکاله ، پرمختللی او د خپلو ديني او ټولنيزو ارزښتونو په چوکاټ کې دننه خوږ ژوند لرلای خو اوس چې جګړه ده نو دا به د رب له لوري افغانانو ته مقدره وي .او څرنګه چې په نيږدې راتلونکي کې د دې جګړې معقول او مشروع پای نه تر سترګو کيږي نو کم تر کمه دا خو د هر يو مسلمان افغان مکلفيت ده چې په جګړه کې د تيري او اعتداء د مخنيوي کوشش وکړي . نو څرنګه چې د جګړې له بهرني لوري او د دوی له ملګرو داسې يوه توقع د ځآن تير باسل دي نو ځکه طالبانو ته مخ ور اړوو او څو هغه ټکي ور په ګوته کوو چې دوی يې بايد په ښارونو کې په خپلو تکتيکي او سرتيرو بريدونو کې په پام کې ونيسي ، ګټه به يې دوی ته دا وي چې عامه ذهنيت به دغه ټکو ته د پاملرنې په برکت د دوی پر خوا وي ، د ولس ملاتړ به يې په برخه وي او د افغانستان ځوريدلی ولس به هم لا ډير نه کړيږي .

موږ د طالبانو د دښمنانو د مخکنيو او اوسنيو تبليغاتو په اغيز کې دا ټکي نه ليکو بلکه د خپل ايماني او ملي مسؤليت له مخې د خپل ډاډ په خاطر طالبانو ته ور په ګوته کوو ، هيله ده چې په طالبانو بده اغيزه هم ونکړي .

دغه ټکي په لاندې ډول دي :

1. ښه پلانګذاري : په دې معنی چې بايد اهداف هغه اهداف وي چې ولس ډير ترې تنګ وي ، ولس ترې کرکه لري ، سياسي او پوځي ارزښت ولري ، د با تجربه اشخاصو له لوري په ډير غور او فکر د عملياتو پلان پرې ترتيب شي ، احساساتو او بدل اخيستنې بې حده اور ته پکې ځای نه وي ، د طالبانو د اعلان شوو اصولو مطابق وي او لوړ رتبه پوځي مقامات په جريان کې وي . په مناسب وخت کې وي ، هدف له ولسي اهدافو لرې وي.

د بيلګې په ډول هدف بايد کوم بازار ته ، يا کوم د ګڼې ګوڼې ځای ته نيږدې نه وي ، په داسې وخت کې نه وي چې په هدف کې عام مراجعين موجود وي يا نيږدې ورته ولاړ وي .

2. د دښمن بې ځايه نه راپارونه : داسې بريد بايد ترسره نشي چې دښمن يې راوپاروي ، او د ټول زور کارولو ته يې اړ کړي ، يا د ټول او نا مناسب زور د کارولو پلمه په لاس ورشي .

3. د زياتو چاوديدونکو موادو يا درنو وسايلو د استعمال پر ځای له تخنيک څخه استفاده : په ځينو بريدونو کې طالبان ډير زيات چاوديدونکي مواد کاروي او ځينې وخت احتمال لري چې د دغه موادو زور د هدف تر څنګ د هدف مقابلو لورو ته هم زيات وي او ټولې خواوې خرابې کړي له همدې وجې مواد هم زيات کاريږي او شاوخوا ملکي ځايونو ته هم د زيان رسيدلو احتمال وي . که د دې پر ځای طالبان له تخنيک څخه کار واخلي ، لږ چاوديدونکي مواد وکاروي خو له پوځي پلوه د ښو ، مسلکي او په چاوديدونکو موادو کې د پوهو او ماهرو کسانو په واسطه يې د هدف په لوري ښه برابر کړي نو هم به يې مواد لږ کاريږي او هم به هدف ښه زيانمنوي او هم به يې په شاوخوا ولسي ځايونو ته تاوان نه رسيږي او دښمن به يې هم زيات نه راپاروي .

4. د هر بريد د ناکاميو او برياليتوبونو دقيقه او عادلانه څيړنه او ترې زده کړه : کله چې يو بريد ترسره شي د طالبانو مسؤل مقامات بايد د رسنيو د مثبتو او منفي تبليغاتو ، د خپلو عملياتي ګروپونو ، په حکومت کې دننه د خپلو استخباراتي کسانو او د افواهاتو له اغيز څخه لرې د يو ځانګړي استخباراتي نظام له مخې بريد په دقيق ډول وڅيړي :

الف : د هدف په اړه اوسني خپاره شوي معلومات له بريد له مخه د هدف په اړه د تر لاسه شوو معلوماتو او معاينې سره پرتله کړي .

ب : په بريد کې د دښمن د مالي او ځاني زيان دقيقه کچه معلومه کړي .

ج : په بريد کې د ولسي ممکنه مالي او ځاني زيان دقيقه کچه معلومه کړي .

د : د بريد سياسي او پوځي ارزښت وڅيړي .

هـ : له پلان سره سم د بريد اجراء کيدل او کټ مټ د پلان تطبيق په دقيق ډول وڅيړي.

و : په بريد کې د بريد د ترسره کوونکو اجراءات دقيق مطالعه کړي او د دوی د تربيت د عملي وړتيا چې د بريد پر مهال يې له ځان څخه ښودلې په اړه يې دقيق معلومات راټول کړي .

بيا د بريد په اړه عادلانه قضاوت وکړي ، د بريد له برياليتوبونو او ناکاميو څخه زده کړه وکړي او په راتلونکي کې يې په پام کې ونيسي .

5. د عملياتو لپاره د يوې لايحې ترتيبول : طالبان بايد د خپل عمومي جوړښت په کچه د ځانګړو عملياتو په ځانګړې توګه د سرتيرو بريدونو لپاره يوه جامعه لايحه ترتيب کړي ، په عمومي ډول دا لايحه بايد په لاندې ټکو باندې راوڅرخي :

الف : د ځانګړو عملياتو د پلان د نهايي تصويب او ترديد مرجع بايد يوه او ځواکمنه پوځي او سياسي مرجع وي . دلته د يادونې وړ بولو چې کله ( CIA ) کوم ځانګړي عمليات په نړۍ کې سرته رسوي د امريکا د وخت ولسمشر په مستقيم ډول په تماس کې وي د بيلګې په ډول کله چې د امريکا ځانګړو ځواکونو په ايبيټ آباد کې عمليات سرته رسول اوباما مستقيماً په جريان کې ؤ او قومانده يې پر غاړه وه . هغوی هغه مهال له احساساتو څخه کار وانه خيست ، واړه ماشومان او ښځې يې قتل نکړل ، دا په دې خاطر نه چې امريکايان ښه خلک دي ، د بشر پر ضد تر هر چا دوی زيات جنايتونه ترسره کړي او ترسره کوي يې خو دغه وخت دا وژنه د دوی په ګټه نه وه .

همدغه راز کله چې امريکايان په افغانستان کې د خپلو هغه اسيرانو د خلاصون لپاره چې د طالبانو په بند کې وي ځانګړي عمليات ترسره کوي اجازه يې مخامخ له ولسمشر څخه اخلي ، داسې نور هم ډير مثالونه شته .

ب : د ځانګړو عملياتو د پلانولو او اجراء کولو اجازه بايد د يو لړ شرايطو او ځانګړنو له مخې ځانګړې رامنځته شوې ډلګۍ ولري .

ج : د ځانګړو عملياتو د رهبرۍ ، کشف او ترصد ، تجهيز او تنفيذ د ګروپونو افراد بايد د يو لړ خاصو شرايطو له مخې چې ځانګړي عمليات له هر ډول منفي اغيز څخه ساتي او مثبت اغيز پرې زياتوي وټاکل شي .

د : اهداف : په داسې ډول چې هغه اهداف بايد په ګوته او مشخص شي چې د طالبانو اعلان شوي اصول پرې د ځانګړو عملياتو د اجراء کولو اجازه ورکوي او د زيات او ځانګړي پوځي او سياسي ارزښت لرونکي وي او د طالبانو د مبارزې مصالحو ته پکې زيان نه وي .

هـ : د مکافاتو او مجازاتو سيستم : په کوم نظام کې چې د مکافاتو او مجازاتو سيستم وي په هغه نظام کې تل د اصلاح په يو نه يو ډول کوشش روان وي . او په کوم نظام کې چې د اصلاح کوشش کيږي هغه پايښت کوي او نه خرابيږي .

څوک چې ځانګړي عمليات سرته رسوي ، هغوی که د امتيازاتو مستحق بلل کيږي ور د کړل شي خو د نظام علياء مصالح بايد د دغه امتيازاتو قرباني نشي .

6. د فکري ، رواني او تبليغاتي جنګ منظم تشکيلاتي جوړښتونه او د وخت له غوښتنو سره سم له کمي او زياتي څخه خالي تګلاره :

طالبان بايد د خپلو پوځي او استخباراتي تشکيلاتو په چوکاټ کې د فکري ، رواني او نفسياتي جنګ منظم تشکيلات رامنځته کړي او دغه تشکيلات بايد په منظم ډول فکري ، نفسياتي او تبليغاتي جنګ په مخ بوزي او دا جنګ بايد د پوهانو په لاس د جوړې شوې يوې منظمې تګلارې له مخې وي او په نا منظم ډول بايد نه وي .

سربيره پر دې ياد جوړښتونه بايد د خپلو دښمنانو د فکري ، رواني او تبليغاتي جنګ څخه خپل افرادي ځواک او خپل ولس څومره يې چې وسه کيږي په اغيزمن ډول وقايه او معالجه کړي .

د دې به ګټه بيا دا وي چې په اتومات ډول به په ځانګړو او عادي عملياتو کې د فکري ، رواني او تبليغاتي جنګ کرښې په نظر کې نيول کيږي او په عامه ذهنيت د مثبت اغيز کوشش به کيږي .

همدغه راز د طالبانو په پوځي او استخباراتي تشکيلاتو کې دغه رامنځته کيدونکې د فکري ، رواني او تبليغاتي جنګ بنسټونه بايد په پټه د طالبانو د ټولو فرهنګي فعاليتونو ملاتړ وکړي ، تر نظارت او کنترول لاندې يې ولري او په عامه ذهنيت د مثبت اغيز پر لوري يې وڅرخوي او د فکري ، رواني او تبليغاتي جګړې ټول شته امکانات چې طالبان يې په لاس کې لري په خپله پټه او ښکاره ولکه کې راولي .

په پای کې بايد يادونه وکړو چې که طالبان په خپلو ځانګړو عملياتو کې چې په ښارونو کې له تکتيکي او سرتيرو بريدونو څخه عبارت دي له احتياط څخه کار وانخلي ، د يوې منظمې سياسي او پوځي تګلارې له مخې يې ترسره نکړي ، د خپل ولس عامه ذهنيت او نړيوال ذهنيت اغيز يې په پام کې ونه نيسي نو کيدای شي هغه لاسته راوړنې چې په سياسي برخه کې يې په تيره يوه نيمه لسيزه کې د خپل سياست په مټ چې عمده اصل يې د دښمنانو تجريد ( ګوښه والی ) دی لاسته راوړې بيرته له لاسه ورکړي.

طالبان بايد په خپل هيواد ، سيمه او نړۍ کې خپل پياوړی ځای په سمه توګه درک کړي ،په تيره يوه نيمه لسيزه کې د خپل سياست پايلې هم و ارزوي ، چې د خپل سياست په مټ يې وکولای شول هغه اجماع چې په اصطلاح د تروريزم په خلاف د امريکا د جګړې په پيل کې د امريکا په مشرۍ رامنځته شوې وه ، ونړوله او په خپله ګټه يې ترې له دې ړنګيدا څخه زياته استفاده وکړه .

طالبان بايد په غير ارادي توګه د احساساتو او جذباتو په سيوري کې د خپل ولس عامه ذهنيت او نړيوال ذهنيت ته په نه پام سره په سياسي ډګر کې خپلې لاسته راوړنې چې د دوی له لوړو مصالحو څخه دي ونه بايلي .

یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

سرچینه: نن ټکی اسیا

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

صدام حسین د بغداد تر ماڼیو د دار تر رسیو

د شفیق امیرزي لیکنه سرچینه: مسیر ورځپاڼه صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز ...