نړۍ

عمران خان: پاکستان د کرايي جگړې ټوپک نه دی

د  پاکستان لومړي وزير عمران يو ځل بيا ويلي، چې دوی به نور هېڅکله پردۍ جگړه کې گډون ونه کړي، او امریکا، چې له تېرو څو کلونو راهيسې له پاکستانه د ترهگرۍ ضد جگړه کې د نورو مرستو غوښتنه کوله، اوس امریکا د افغانستان جگړه امریکا له پاکستانه د مرستې غوښتنه کوي.

عمران خان واشنگټن  پوسټ ورځپاڼې ته ویلي، پاکستان د کرايې ټوپک نه دی، چې د امریکا جگړه پر مخ بوځي او په پردۍ جگړه کې د گډون پر ځای له امریکا سره د سولې په اړه مرستې  ته چمتو دي.

عمران خان دا څرگندونې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ليک په ځواب کړې کړي دي.

د پاکستان لومړي وزير زياته کړې: «زه له امریکا سره داسې اړيکې  نه غواړم، چې امريکا دې موږ ته ډالر راکوي اوموږ دې  ورته جگړې کوو، پاکستان نور د کرايي ټوپک نه دی، چې پردۍ جگړې دې وکړي.»

عمران خان دا هم ويلي، چې د امریکا په جگړه کې د  پاکستان گډون نه يوازې دا، چې پاکستان ته د ۱۵۰ ملياردو ډالرو او اتيا زرو انسانانو د وژل کېدو زيان نه دی رسولی، بلکې د پاکستان حیثيت هم ورسره  زيانمن شوی دی.

واشنگټن پوسټ ورځپاڼې له عمرانه د واشنگټن او اسلام اباد د اړيکو راتلونکي په اړه پوښتنه کړې، نو ده يې په ځواب کې ويلي: «موږ له امریکا سره يو اړخيزې اړيکې نه غواړو، بلکې دوه اړخيزې او سوداگريزې اړيکې ورسره غواړو او د دغو اړيکو ښه مثال چين دی.»

عمران خان زياته کړه، چې د امریکا له تگلارې سره همنظره نه دی او دا په دې معنا نه شي کېدای شي، چې  څوک ستا مخالف وي، ته دې هغه خپل دښمن وبولې.

هغه زياتوي: «دا استعماري نظر دی، چې يا به له ما سره يې او یا به زما مخالف يې.»

عمران خان د امریکا او افغان حکومت هغه تورونه هم رد کړي، چې د پاکستان پوځ د وسله‌وال ډلو ملاتړ کوي او پر خپله خاوره يې خوندي پټنځي ورکړي دي، خو په ورته وخت کې يې  دا هم ويلي، چې شونې ده د افغان کډوال په کمپونو کې له دوو تر درې زرو طالبان وي، خو د لکونو کډوالو په منځ کې دومره لږ شمېر طالبان موندل ستونزمن ښکاري.

سرچینه: نړۍ نیوز

%d bloggers like this: