د ارګ خبرپاڼه

جمهور رئیس غني د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان تر منځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماښام د قزاقستان لوی درستیز مراد مایکیوف او د ازبکستان لوی درستیز پاول ارګشیف د جمهوري ریاست ګلخانه ماڼۍ کې خپل حضور ته ومنل.

په پیل کې د یادو هېوادونو لوی درستیزانو د خپلو هېوادونو د رهبرۍ او خلکو نېکې هیلې جمهور رئیس محمد اشرف غني او د افغانستان خلکو ته وړاندې کړې. دواړو لورو د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د تروریزم پر ضد مبارزې، سیمه ییزه، امنیتي، اقتصادي او ټرانزیټي همکاریو په اړه بحث او خبرې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس وویل، ستاسو سفر به په نظامي برخه کې په ځانګړي ډول د افغانستان، قزاقستان او ازبکستان د اردو ترمنځ د اړیکو او همکاریو نوی فصل پرانیزي او زه هیله من یم چې زموږ مناسبات په راتلونکي کې هم زیات پراخه شي.

د قزاقستان او ازبکستان لوی درستیزانو د هېواد سختو جنګي شرایطو ته په پام د جمهور رئیس غني د مدبرانه رهبرۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه: تاسو په دغه حساس پړاو کې امنیتي مسایلو ته په پام د اقتصادي ودې او د افغانستان د خلکو د هوساینې د تامین لپاره هم کار کوئ چې دا هڅې د ستاینې وړ دي.

هغوی وویل: زموږ هیله داده چې افغانستان د خپلو سیمه ییزو او نړیوالو شریکانو په ګډو کوښښونو له تروریزم سره د مبارزې او د دایمي سولې او ثبات په تامین کې بریالی شي او په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې ښه پرمختګونه وکړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

جمهوررئیس غني د ویډیو کنفرانس له لارې د اوربند د مدیریت په اړه د هېواد د ۳۴ ولایتونو امنیتي او سیمه ییزو مسئولینو سره خبرې وکړې

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له والیانو، د امنیتي او دفاعي ارګانونو د ...