د دیني ارزښتونو د سپکاوي پر وړاندې حکومت ولې غلی پاتې کېږي؟/ محمد «خالد»

افغانستان او افغانانو د تاریخ په اوږدو کې بېلابېلې مرحلې تېرې کړي دي. په بېلابېلو وختونو کې پرې جلا ـ جلا خلک حاکمان شوي؛ خو له څو تنو پرته نورو ټولو دیني ارزښتونو ته درناوی درلود او دیني ارزښتونو سپکاوي کوونکو ته یې سخته سزا ورکړې ده.

خلقیان، پرچمیان، کمونیستان، مجاهدین، لیبرال، ډیموکراتان او اسلامپال پر دغه خاوره حاکمان شوي؛ خو هر څوک په خپلو حدودو کې پاتې شوي او ډېرو کمو ترې سرغړونه کړې ده.
د امریکا د یرغل وروسته په افغانستان کې دیني ارزښتونو ته سپکاوي زور واخیست. د حامد کرزي د واکمنۍ په لومړنیو کلونو کې د عبدالرحمن پنجشېرې په نامه یو کس په ښکاره اعلان وکړ، چې عیسویت یې منلی او اسلام یې پرېښی«مرتد شوی» دی. د هغه وخت قاضي القضات پرې د اعدام حکم وکړ، خو د امریکا پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په یو ټېلفون عبدالرحمن له زندانه خلاص او ایټالیې ته واستول شو، چې اوس یې د مړي ژوند څرک نه لګېږي.

وروسته په بگرام کې څو ځلې قران کریم ته سپکاوی وشو او د امریکایانو په ډېرو چاپو کې قران شریف په ډزو سره شهیدان شوي او یا ورته سپکاوی شوی دی. عامو خلکو خپل غږ یوازې په لاریون کولو اوچت کړی او په ټول هېواد کې ستر لاریونونه کړي دي.

خو د ملي یووالي د حکومت په راتگ حالات هماغه لومړنیو کلونو ته گرځي. د گډ حکومت په لومړیو وختونو کې «د افغانستان ایکسپرېس» انگرېزي ژبې ورځپاڼې د جاوېد اهور یوه مقاله خپره کړه، چې په ښکاره پکې په الله جل جلاله او اسلام ملنډې وهل شوې وې او مدیر یې جاوېد اهور تر اوسه ازادې ټڼۍ گرځي. د گډ حکومت مشر اشرف غني په دیني برخه کې ډېره کمه پوهه لري او د اسلام له لومړنیو اساساتو څخه هم ناخبره دی. د تاجکستان محصلانو یوې غونډې ته یې ویلي وو، له احاديثو وروسته بخاري شریف د اسلام مهم کتاب دی. دی دومره نه پوهېده، چې بخاري شریف د احادیثو کتاب دی او مسلمانان ورته له قران وروسته په درنه سترگه گوري او په هره مدرسه کې تدرس کېږي.

د محرم د لسمې او د حسن او حسین رضي الله عنهم د شهادت په مناسبت غونډې ته یې دوی دواړه د الله جل جلاله لمسي یاد کړل«العیاذ بالله» وروسته یې په رڼا ورځ له خلکو وغوښتل چې د باران لپاره تهجد وکړي، د محی الدین غوري په جنازه کې یې د دعا پر ځای غوږونو ته لاسونه پورته کړل او په تېرو درېیو کلونو کې لسگونه ځلې یې تېروتنې وکړې او دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.

د حکومتي مشرانو سربېره ځینو ډلو او اشخاصو هم د اسلام په سپکاوي لاس پورې کړی دی. تېره اوونۍ د جمعیت گوند غونډه چې د عطاء محمد نور په ملاتړ جوړه شوې وه، یو ځوان پکې تقریر کوي او وايي، که وحې نه وای بنده شوی؛ نو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم وروسته به بل پیغمبر احمد شاه مسعود او بیا عطاء محمد نور وو،«العیاذ بالله» دغه ناپوه دومره نه پوهېږي، چې احمد شاه مسعود د مرگ تر اخري سلگۍ پورې د مسلمانانو پر ضد جگړه وکړه او زرگونه مسلمانان یې شهیدان کړل. د روسیې لاسپوڅی او وروسته یې له امریکا سره یارانه شروع کړه؛ خو سرته یې ونه رسوله او سر یې وخوړ. همدغه نور هغه څوک دی، چې د امریکا د یرغل په لومړیو کلونو کې یې له امریکا سره مرسته وکړه او د هماغه احسان په بدل کې تراوسه د بلخ والي دی او د میلیاردونو ډالرو شتمنۍ څښتن یې کړ.

دغه دواړه لاسپوڅي د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یوه ادنا تب تابعي سره هم نه شي پرتله کېدای. دغه ټولې خبرې حکومت واورېدې او ان پر ضد یې یوه اعلامیه هم خپره نه کړه؛ ځکه د حکومت مشران خپله ټوله ورځ په اسلام ملنډې وهي او تهجدو ته په رڼا ورځ خلک پاڅوي.

د امریکا پر وړاندې د روان جهاد یوازېنی لامل د اسلامي نظام نه شتون دی او دلته میلیونونو خلکو یوازې د اسلام لپاره قربانۍ ورکړې. که د حکومت همدغه مرگونې چوپتیا روانه وي؛ نو لرې نه ده چې دغه حکومت هم د تېرو حکومتونو له برخلیک سره مخ شي او ان شاء الله مخ کېدونکی دی.
وَقُلْ جَاءَ الْحَقُّ وَزَهَقَ الْبَاطِلُ ۚ إِنَّ الْبَاطِلَ كَانَ زَهُوقًا (81)

سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

د ټاپې پروژې په اړه د طالبانو تائیدي موقف

نن ټکی اسیا – سرلیکنه: نن د ټاپي پروژې له پرانیستونکو مراسمو ...