نظر او تحلیل

دامریکې د یرغل موخې په افغانستان او سیمه کې

لیکوال : شهاب لیوال

کله چی امریکا دنړۍ په کچه خپل لوی رقیب، یعنی روسیې ته دافغان مجاهدینو په ملتیا تاریخي ماته ورکړه،له هغه ورورسته امریکا خپل سیاسی ،اقتصادي او نظامي پراختیا په تکل په اسلامي هیوادونو یرغل شروع کړ، (2001کال) را په دیخوا افغانستان باندی یی نظامی یرغل وکړ. او دافغانانو مشروع او پوره اسلامي نظام یی ړنګ پر ځایی یی دبی واکه او مفسد نظام حاکمولپاره دمیلونونو افغانانو وینې توې کړې اوډیر افغانان یی بی کوره کړل چی مونږ او تاسو یی شاهدان یوو.
ولی امریکې زمونږ هیواد اشغال کړ اهداف او موخې یی څه وې دلته به مخو او اهدافو ته یی کتنه وکړو
دامریکا درې اساسي موخو ته به اشاره وکړو چی په افغانستان کې یی لاسته راوړاۍ شول
1:وریښمینو لار تړل
2:دروسیی نظامي پرمختګ مخنیوۍ
3:داسلامی جهادي ډلو له منځه وړل.

وریښمینو لاړ :چین ،روسیه ،ایران،ترکیه ،هند، افغانستان او دداسی نورو منځنۍ آسیای هیوادنو تجارتی لار ده چی د یاد ستر هیوادونو دتجارت بازار سره نښلوي او له دې لارې داروپا بازار تر خپل اغیځی لاندی راوستی شي
له دې لار به یاد هیوادنه اقتصادي،سیاسی او پراختیایی ،اړیکې او داستعماری هیوادنو مخنوي لپاره به ښې آسانتیاوی برابری کړي
کله چی آسیایی هیوادنو کی مشترک بازار پرانیځل شي دغربی هیوادو دتجارت او نور سیاسی او استعماری اهدافو مخنیوی به کیږی چی په دې لړ کی به ستره ضربه امریکا ویني.

روسیه امریکا لپاره نظامی ستر او قوی رقیب ګڼل کیږي :
ایران ،شمالی کوریا ،چین ،په سیمه کی دروسیه متحدین او همداسی د امریکی ستر پوځي ،اقتصادی او سیاسی مخالفین ګڼل کیږي
زکه دامریکای اکثر تجارت هم د پوځی ټوکو له لاری ده
په غریبو هیوادنو کې جګړو ته لار هوارول له بلی خوا غریبو هیوادنو اشغال او بیا خپل نظامی توکي پری پلورل امریکا ته قوی عاید لري
چی دا به روسیه چین او نور پرمختللی هیوادتو کله هم ونه مني
له بلې خوا چین امریکا لپاره ستر تجاري رقیب ده چی دنړۍ په کچه یی ستره تجاری بریا خپل کړې. آن د اروپا اسیا او.افریقا تجارتی بازار یی تر خپل قوی تاثیر لاندی راوستۍ چی دا خپله یوه لویه ضربه ده امریکا ته
د {دیمکراسی } عقایدوتر چتر لاندی د استعمار او استثمار قربانیان :
کله چې امریکا غواړی خپل نظامي قوتونه د یو هیواد دبیګناه او مظلومو وګړو په مقابل وجنګوي نو اړینه بولي چی خپل جګړی ته دآزادۍ دښزو حقوق او نور بشری حقونو تر چتر لاندې {دیمکراسی} رنګ وروبښي او ددریمی نړۍ دسروتونو ځیرمې دغارت لپاره دتمساح په شان دمکر حیلو په پایله ځان ورورسوي او خپل ولس او عسکر دې ته قانع کړۍ شي چی ددوې جګړه داقتصادی او سیاسی اهدافو په وجه نه بلکه د ایمان او مذهب انسانی حقوقو او داسی نورو او تو بوتو ژغورلو په لحاظ ده .
ددریمۍ نړۍ هیوادنو یعنی اسلامی هیوادنو وکړو بلخصوص افغانانو خویندو او رورنو ته په کار ده چی نور د غفلت له خوبه ویښ شۍ دامریکی دمکر او فریب اصلی څیره وپیژنۍ نور یی ددروغو تر اغیځو رانشۍ
ددوی هر انسانی او غیر انسانی بشری او حقوقی شعارونو ته نه ووایۍ ،
خپل جهادی او اسلام پاله ډلو ورونوسره یوځای شې او د استعمار او استثمار له قربانیو ځان وژغورلې
کنه نه به په دی دنیا او نه به په آخرت کی د ښو ورز ووینۍ

سرچینه: کابل ټکی کام

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.