مونږ ولې ګناه کوو؟

ليکنه: معصوم طالب
 
تل دا کوښښ کوو چې ځان له ګناه څخه وساتو خو! اما ولې مونږ په دغې اراده او عظم کې نه کامیابېږو؟!!
 
ولې هر ځلې چې ګناه وکړو، ورسته بیا د پښېمانۍ اظهار کوو او په دغه خبره بیا اعتراف هم کوو؛ چې یو ناوړه عمل مو ترسره کړ.
 
پوښتنه داده چې: ولې له اول څخه له دغه کاره ځان نه شو ژغورلی؟
 
ښایي ځواب یې ټولو ته واضح وي؛ “هره ګناه چې له مونږ څخه کیږې دا د شیطان هغه کوشش او سعیه ده چې رب جلَّ جَلالَه ته يې وویل:
﴿ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ﴾ [سورة ص: ۸۲]. يعنې ستا په عزت مې قسم دی چې زه به ستا نېکان بنده ګان ګمراه کوم.
 
دا نو د شیطان لوی ګواښ راته متوجه شو او بل طرف ته بیا الله جلَّ جَلالَه ورته په جواب کې وفرمایل:
﴿ لَأَمْلَأَنَّ جَهَنَّمَ مِنكَ وَمِمَّن تَبِعَكَ مِنْهُمْ أَجْمَعِينَ ﴾ [ص: ۸۵]. يعنې خامخا به ډک کړم جهنم ستا او ستا له تابعدارانو څخه.
 
څنګه کولی شو چې ځانونه له ګناه څخه بچ کړو؟
 
ایا الله جلَّ جَلالَه یې کومه طریقه راته ښودلې ده؟
 
هو! الله جلَّ جَلالَه یې واضحه طریقه او لاره راته ښودلې ده چې په دغه طریقه کولی شو چې ځانونه له ګناه څخه وګرځوو.
 
الله جلَّ جَلالَه فرمايي:
 
﴿ إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ ﴾ [العنکبوت: ۴۵]. يعنې ستاسو لمونځ تاسو منعه کوي له فحشاء او منکراتو څخه.
 
یعني چې څوک لمونځ کوې له هغه څخه به ګناه نه کېږي.
 
اوس ولې مونږ لمونځ کوو او بیا هم ګناه راڅخه کېږي؟
 
خو دلته یو حقیقت په مونږ خلط شوی دی، کوم لمونځ چې له ګناه څخه انسان راګرځوي دا کامل لمونځ دی، ځکه چې کوم شی مطلق ذکر شي رجع یې فرد کامل ته کېږي، دلته په ایت کې صلاة مطلق ذکر دی، نو صلاة کامل ورڅخه مراد دی، چې پوره لمونځ وي.
 
نو اوس به دا څنګه معلوموو چې پوره لمونځ به څنګه وي.
 
راګرځو قرآن کریم ته، الله جلَّ جَلالَه فرمایي:
 
﴿ قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ ۝ الَّذِينَ هُمْ فِي صَلَاتِهِمْ خَاشِعُونَ ﴾ [المؤمنون: ۱ـ۲] يعنې کامیاب خلک هغه دي چې په لمونځونو کې عاجزي کوې.
 
په لمونځ کې عاجزي دلمانځه دارکانو او شرائطو په پوره معنا عملي کول دي.
 
راځم خپل مقصد ته که غواړو چې له ګناه څخه ځان وژغورو نو باید خپل لمونځونه برابر کړو.
 
کله چې هم له مونږ څخه ګناه وشوه باید پوه شو چې په لمونځ کې مو نقصان دی..
 
ومن الله توفیق
 

سرچینه: محصلین

x

Check Also

دصفریک له وحشته حیوانات هم په امن ندي !

یاسر افغان وحشت ځپلی اشغال ځپلی افغانستان چې هر وحشي اشغالګر هر ...