حکمتیار ایران ته ولې دومره سور و شین کیږي؟

لیکنه:  رحمت الله نړيوال

تېره ورځ به مو د ښاغلي حکمتيار نوې مرکه اورېدلی وي؛ مرکه کې خبریال له حکمتیار نه د پاکستان په تړاو پوښتنه کوي چې أیا هلته د طالبانو پټن ځایونه شته که نه؟

حکمتیار پر ځای ددې چې د پاکستان په هکله وږغیږي، لومړی ایران غندي او وایي چې په دې وروستیو کې چې ایران څومره مرسته له مخالفینو سره کړې او کوي یې، فکر نه کوم چې بل څوک دې دومره ورسره همغږي وي.

بیا خبریال له ښاغلي نه د داعش په تړاو پوښتنه کوي،چې د داعش تر شا د چا لاس دی؟

حکمتیار په ځواب کې وایي: چې داعش د ایران پروژه ده، ایران یې تمویلوي (دا پر دې سربېره چې نړۍ پر دې متفقه ده چې داعش د امریکې پروژه ده، عراق او افغانستان کې یې په وار وار اسلحه ورکړې، مالي مرستې یې ورسره کړې، او په دې وروستیو کې داسي خبرونه هم تر لاسه شوي چې امريکایې الوتکو کې د داعش غړي د افغانستان شمال ته انتقال شوي) خو ښاغلی وایي چې دا بلکل دروغ ده چې داعش د امریکا پروژه ده، او زیاتوي چې داعش ته عراق و سوریه کې هم ایران وده ورکړې، دلته افغانستان کې هم دوی وده ورکوي.

په اردو کې یو متل دی وایي (دال میں کچھ کالا ہے) یعنې یو څه کار در کې شته، د حکمتیار صیب دا وروستۍ خبرې هم له څه نه دي خالي، که ستاسو فکر وي؛ حکمتیار صیب له وړاندي د ایران دومره مخالفت نه کاوه، حکمتیار چې کله د ترکیې او سعودي ته سفر وکړ، له هغه سفره وروسته ښاغلي حکمتیار خوست کې په لومړۍ وينا کې ایران وغندی، او تورن یې کړی چې ایران افغانستان کې د مخالفینو مرسته کوي.

آخر ولې د حکمتیار صیب دریځ کې دومره ژر او دومره ژور بدلون راغلی؟

ښکاره خبره ده چې حکمتیار صیب ته اوس له نورو خواوو ور ټپه شوه ؛ بلې خوا ته یې لاس رسی نه کیږي، دی اوس غواړي چې په دې خبرو له سعودي نه کرېډیټ تر لاسه کړي، او دا هم څرګند حقیقت دی چې د ایران و سعودي جنګ یمن، سوریه کې روان دی، اوس سعودي غواړي چې دا جنګ زموږ تر ټاټوبي هم را اوږد کړي، حکمتیار اوس لګیا دی چې ـ خدای مه کړه ـ دې جګړې ته لاره هواره کړي، تر څو دی سعودي او بیا د هغوی بادار امریکا ته ځان خوښ او نظرونه یې ځان ته را جلب کړي.

حکمتیار کابل ته د سولې په پلمه راغلی دی، ده لره په کار وه چې په سوله کې یې رول لوبولی وی، دا کړېدلی او ځورول شوی ولس یې له دې کړاوونو و ناورينونو را ايستلی وی، خو نوموړی کوښښ کوي چې د جګړې لوبغاړي نور زیات کړي، جګړې ته نور ابعاد را منځ ته کړي، چې جګړه سړه نه بلکې توده شي.

و إلی الله المشتکی

 

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــ

يادونه: په محصلين ويب پاڼه کې هره خپره شوې لیکنه يوازې د لیکوال نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

دصفریک له وحشته حیوانات هم په امن ندي !

یاسر افغان وحشت ځپلی اشغال ځپلی افغانستان چې هر وحشي اشغالګر هر ...