د اسلام په سپین دين پسې د تورې بي بي سي اپلتې

لیکنه : عبد الله عزام

الله رب العزة د قرآن کريم په سُوۡرَةُ آل عِمرَان کې په (۹۷) نمبر آیت کې فرمایلي دي: ﴿ وَمَن دَخَلَهُ كَانَ ءَامِنًا  ﴾

ژباړه: او هغه (يعنې حرم شريف) ته چې څوک ننووځي په امن کې شو.

یعنې د هغه به سر مال او ناموس به په امن کې وي چې د اسلام په څوارلس سوه کلن تاریخ کې دا عملاً ثابته شوې ده.

د اسلام مقدس او سپین دین مسلمانانو ته په حرم کی، انسانان خو لا پرېږده آن د وړوکو موضره حشراتو ته یعنې میاشي سپږو او داسې نور موضرو حشراتو ته هم په حرم کې زيان نه شي رسېدلی، مطلب یو میاشی هم څوک نه شي وژلی، پاتې خو لا نور انساني جرمونه چې په دې سپيڅلي ځای کې يې تصور هم نه شي کېدلی.

خو د بي بي سي ملحدان او سیکولران یعنې وحشي صفته خبریالان  د یوې سيکولرې (مونا القحطاني چې تل د اسلام په ضد لیکنې کوي) له خولې وايي چې په حرم شریف کې ښځې ځورول کېږي.

په مکه مکرمه کې یعنې حرم شریف کې تر پنځو زرو زیاتې ښکاره او پټی کامرې نصب دي، چې څلورويشت ساعته د سلګونو امنیتي متخصصینو تر دقیقې څارنې لاندې وي. په ټول حرم شریف کې یو متر خو لرې خبره ده، یو لوېشت به داسې ځای نه شي پیدا چې، هغه دې د کامرو تر څارنې لاندې نه وي.

خو بل خوا د اسلام او د مسلمانانو ضد او دوښمنه رسنۍ (BBC) بیا د اسلام مبارک دین د بدنامولو لپاره وایي چې، په حرم شریف کی ښځې له جنسي ځورونې شکایت کوي.

بي بي سي غواړي چې د اسلام مقدس او ښکلی پاک دین هم د منحرف يهوديت او منحرف عیسائیت په ډول معرفي کړي او وښايي چې، څرنګه په کلیساګانو کې جنسي ځورونې کېږي همداسې په اسلامي مقدساتو کې هم کېږي.

خو الحمد لله موږ ټول مسلمانان د خپلو ګناهونو د رژولو لپاره یعنې له ګناهونو  د ځان د پاکولو لپاره حرم شریف ته ځو او دا د هیڅ یو مسلمان په تصور کې هم نه راځي چې په هغه مبارک او مقدس ځای کې دی د یوي وړې ګناه مرتکب شي.

دا درسنیو اول ځل نه ده چې د اسلام په مبارک دين او مسلمانو باندې د داسې تورو داغونو لګولو هڅه کوي، دوی څو ځله  په اسلام او په مسلمانو پسې داسې اپلتې او بې ځایه خبرې کړي دي. خو بیا هم زموږ ساده مسلمانان د فاحشو او پردي پالو رسنيو خبرو پسې روان دي.

ای مسلمانانو! ترڅو به په داسې فاحشو او د اسلام ضدو رسنیو پسې روان یاست؟

لږ راویښ شئ خپل ضمیرون مو را ژوندي کړئ!

سرچینه: محصلین

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

صدام حسین د بغداد تر ماڼیو د دار تر رسیو

د شفیق امیرزي لیکنه سرچینه: مسیر ورځپاڼه صدام حسين په ۱۳۱۶ لمریز ...