نظر او تحلیل

د سټیو کول نوی کتاب او د تاریخ مختوري

أبوعابد

د امریکا وتلي پلټونکي ژورنالیست او ( د پیریانو جګړې) نومې کتاب لیکوال سټیو کول په دې وروستیو کې د( ایس ریاست)  په نوم خپل تازه لیکل شوی کتاب چاپ کړی دی.  سټیو کول په دې کتاب کې د سبتمبر له حملې وروسته بیا په افغانستان کې د امریکا د یوې نیمې لسیزې جګړې تر وخته بیلابیل پټ معلومات او رازونه افشاء کړي دي.

دا کتاب چې تراوسه یې پوره نسخه پښتو یا دري ژبې ته نه ده ژباړل شوې او د محتوا ډیرې کیسې یې لا هم پټې  پاته دي، ځیني لومړني رسنیز شوي معلومات یي ښيي چې د امریکایي یرغل له پوځي، استخباراتي او سیاسي ملګرو، جاسوسانو او ګوډاګیانو یې پرده پورته کړې او د ټولو د غدر، دین پلورنې، وطن پلورنې او ملت پلورنې جنایات یې بربنډ کړي دي.

په کتاب کې د احمد شاه مسعود، امر الله صالح، حامد کرزي، سیاف، قانوني، فهیم ، خلیلي، ګل اغا، دوستم او نورو هغو غدارانو چې د امریکایي یرغل لپاره یې د مقدمة الجیش رول ولوباوه، د هغوی جنایات او جفاکارانه کردارونه یو یو بیان شوي او زموږ په کور د راختلیو یرغلګرو لپاره د ګوډاګیانو کړي خدمتونو او جاسوسۍ یې یې په زور او زیر بیان کړي دي.

په داسې حال کې چې دغه کتاب د امریکا د سرټیټو غلامانو له کردار څخه پرده پورته کوي. بالمقابل د هغو اتلانو سرلوړي مواقف او ویاړمن کردارونه یې هم جوت کړي چې د امریکایي طاغوت په وړاندې په ټول متانت هسک سرونه ودریدل او د بوش او بلیر فرعوني ګواښونو یې اسلامي غرور  او افغاني پرتم اغیزمن نکړای شو.

په کتاب کې د احمد شاه مسعود په اړه لیکل شوي چې سي آی اې، د ایران سپاه پاسداران، د هند او روس استخباراتو ورته نغدې پیسې ورکولې او نوموړي د لندن په یوه بانک کې شپیته میلیونه ډالر جمع کړي ول. د امر الله صالح په اړه یي لیکلي چې نوموړی مسعود له اتونورو کسانو سره د امریکا د سي آی اې مرکز لانګلي ته لیږلی و تر څو ورته امریکایي استخبارات د جاسوسۍ ټریننګ ورکړي. د سیاف په اړه یی لیکلي چې د امریکا لومړني استخباراتي استازي ګري شرون په پنجشیر کې یو لک ډالر ورکړل تر څو یې د امریکایي یرغل لپاره د دغه بګیل شیخ وفاداري رانیوله. د کرزي په اړه یې لیکلي چې د طالبانو له محاصرې نه امریکایي څرخکو ویوست، دپاکستان په جیکب اباد کې یې دامریکایانو اډې ته ورساوه او له هغه ځایه یې له بي بي سي سره په مرکه کې وویل چې زه له روزګانه خبرې کوم.

خو . . .

خو همدې کتاب د یوه بل تن په اړه کاملا بل وړ حکایت کړی دی. هوکې ، د سټیو کول په نوي کتاب کې د د ملامحمد عمر مجاهد په اړه راغلي چې کله نوموړی د امریکا او درستې غربي نړۍ ګواښونو او فشارونو ته خم نه شو، نو امریکا یي د وژلو حتمي پریکړه وکړه، په افغانستان د یرغل د پیل په لومړۍ شپه یې درې ځله په هغه برید وکړ، یو ځل له خپل دفتر سره، بل ځل له کندهار نه بهر له یوه کور سره او بل ځل په یوه مسجد کې. خو ملامحمد عمر د امریکایي الوتکو له مسلسلو بریدونو روغ ووت چې بیا یي سي آی اې له ټولو هڅو سره سره د میشت ځای درک ونه لګاوه.

د سټیو کول نوی کتاب د غدارانو او اتلانو یو ګډ داستان دی. په دې کتاب کې د هغو کیسې هم شته چې دامریکایي یرغل اشرباڼي و او د بي دوه پنځوس الوتکو تر سیوري لاندې د خپل دین او هیواد د ختمولو لپاره جنګیدل خو دا کتاب د هغو مجاهدو اتلانو کیسې هم لري چې په تش لاس د ټول کفر په مقابل کې په هسکه غړۍ ودریدل، خپلې سینې یې د امریکایي بمونو مخ ته سپر کړې او په خپل مقاومت او پرتمین عزم سره یې حتی د سټیو کول په شان د غربي لیکوالو سترګې هم وبریښولې.

د دا ډول کتابونو له چاپ څخه معلومیږي چې که شپه تیاره ده مڼې په شمار دي. خیر دی که د نن ورځې په ترازو باندې غداران د اتلانو په نسبت درانه تلل کیږي. مګر دتاریخ په محکمه کې هیڅوک خپل برخلیک نه شي بدلولای، د تاریخ قاضي به ضرور د ملامحمد عمر په شان نه ماتیدونکو افغانانو باندې د اتلانو حکم کوي او د مسعود، کرزي به د شاه شجاع په شان د تاریخ مختوري او د کفري یرغلګرو کرایي ګوډاګیان بولي.

 

یادونه: په نن ټکی اسیا کې لیکنې یوازې د لیکوال خپل نظر څرګندوي، د ادارې توافق ورسره شرط نه دی. که تاسو غواړئ نن ټکي اسیا کې مو لیکنه خپره شي، اړیکه راسره ونیسئ. مننه

سرچینه: نن ټکی اسیا

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.