دلته د پوښتنې خاوند مړ دى!

ع، وطندار

هغه بله ورځ مې يوه دوست د خپل تلفون په فيسبوك كې يو څه را وښودل چې په ليدو او اورېدو سره مې يې غوني زيږه شول او حيران شوم چې يا الهي دا څه ګورم او څه اورم. دا چې خداى تعالى (ج) پر موږ له اسمانه كاڼي نه را اوروي يا را باندې سكروټې نه اوروي، هم كمه ده. يو ځوان په مزار كې يوې غونډې ته وينا كوي او په پاى كې وايي: «كه چېرې د نبوت لړۍ ختمه شوې نه واى نو تر مسعود وروسته به پر عطا محمد نور باندې وحې نازلېده» استغفرو ا… ثم استغفر ا… دا څه حال دى. دا خبره حمتاً زموږ حكومتي چارواكو هم اورېدلې او زموږ علماى كرامو هم، د سترې محكمې مشرانو هم اورېدلې او د علماو د سرتا سري شورا مشرانو او غړو هم ؛ خو ما تر اوسه پورې هېڅ عكس العمل و نه ليد؛ نه شفاهي او نه كتبي، هغه كسان چې د حق له ويلو ساكت پاتې كېږي، د اسلام د ستر پيغمبر (صلعم) حكم د هغوى په باب څه دى. افغانستان دا مهال د وينو په حمام بدل شوى، هره ورځ جنازې دي چې پورته كېږي، ساندې دي، ويرونه دي، ژړاګانې دي، كه چېرې دلته حتى د عقايدو د فساد كچه تر دې حده ورسېده نو ايا د كايناتو ستر رب به پر موږ ورحمېږي؟

موږ دا وخت له ډېرو ننګونو سره مخ يو له امنيتي نه را واخله تر اداري فساد، اقتصادي ستونزو او نورو پورې؛ خو تر امنيتي ننګونو وروسته مو ډېر شكايت له اداري فساده دى، ريښتيا هم چې اداري فساد هم نوره د ولس وينه وچه كړې ده؛ خو زموږ حكومت، زموږ علما، زموږ جهادي مشران ولې د دغسې پېښو په اړه چوپ دي. ايا د كس د پورتنۍ جملې معنا څه ده؟ د دې معنا دا ده چې مسعود خو پيغمبر و العياذ با ا… خو كه د نبوت لړۍ نه واى ختمه شوى، عطا نور به هم پيغمبر واى. اصلاً د دغسې خبرو كولو ته چې سر تر پايه ترې د كفر بوى را پورته كېږي ضرورت څه دى.

د عطا نور شخصيت ته د يوه مسلمان او يوه مجاهد په توګه احترام، دا چې هغه د بلخ كورواكى والي دى، هغه هم دى پوه شه او ارګ؛ خو نور عطا، د هېواد په كچه نه كوم ديني عالم دى، نه كوم سياستپوه دى، نه كوم مورخ دى او نه كوم بل څه. موږ د جهاد په دوران كې د ده په څېر په سلګونو قوماندانان درلودل او دى خو له 2001 نه وروسته حالاتو او انارشيزم دومره وپړساوه او كه نه د شهيد استاد عبدالقادر ذبيح ا… په ژوند كې خو دى يو عادي سر ګروپ و.

كه چېرې زموږ په همدې نژدې معاصر تاريخ كې له بېسوادو كسانو نه «امیر صاحبان» جوړ كړل؛ نو له عطا نه د يوه ولايت په كچه شخصيت نه شي جوړولاى؟

خير موږ د هغه په غټيدو نه خفه كېږو، خداى دى يې نور هم ستر كړي؛ خو هغومره نه چې له خپل چوكاټه بهر پښه كښېږدي. كله چې ياد ځوان د ده په باب يوه دغسې غير مسؤلانه خبره كړې ده، په كار دا وه چې پخپله يې را غوښتى واى او محكمې ته يې معرفي كړي واى چې د ده خبره د شريعت له مخې څه حكم لري او جزا يې څه ده، بايد مجازات شي.

ريښتيا ووايم زه لله الحمد د يوه مسلمان او بيا يوه افغان په توګه له ټول هغه څه نه شكايت لرم او ترينه كړيږم چې زما نور هېوادوال ترينه شكايت لري او كړيږي؛ خو زما تر ټولو ستر شكايت له اوسني حاكم انارشيزم نه ده او دا انارشيزم د يوه بې ارادې او ضعيف حكومت د موجوديت له لامله دى، كه چېرى موږ ريښتيا هم يو ځواكمن مركزي حكومت درلوداى؛ نو يو والي څه دى چې ولسمشر يې نه استعفى منلى شي، نه يې عزل كولاى شي او نه يې تبديلولاى شي. ايا دا افغانستان يواځې د عطا ميراث دى چې كه حكومت د هغه په باب هر تصميم نيسي اول به د هغه زنه نيسي او پښو ته به يې لويږي، او كه بيا هغه ومنله هغه به له يوه ځايه بل ځاى ته تبديلوي؟

بايد ولسمشر كله يې چې تصميم نيولى و، په همغه لومړنۍ اوونۍ كې د هغه په باب غوڅه پرېكړه كړې واى او كه په ځان كې يې متره نه ليده، بيا به يې دغسې يو اقدام نه كولاى.

د شهيد موسى شفيق د عظمي صدارت په وخت كې په څلورمه كارته كې يوه كليسا شروع شوه. زموږ يو سپين ږيرى او ډېر محترم ليكوال وايي چې ما پرې يو مضمون وليكه، كله چې اخبار ور ورسېد له واره يې را ته تلفون وكړ او پخپله را سره وغږېد او ويې ويل چې شفيق به ژوندى وي او صدراعظم به وي او په افغانستان كې به كليسا جوړېږي؟ لطفاً سبا ته يې حال واخله، وايي كله چې سبا خلك د كليسا د جوړېدو محل ته ورغلل ان چې د تاداو تېږې يې هم نه وې. دې ته وايي صدراعظم. زموږ اوسنى صدراعظم ته خو د هغه د غاښونو ايستلو ګواښونه كېږي او د ولسمشر په ادرس خو چې څه په خوله ورځي ور استوي يې؛ خو هغه لګيا دى، لستونه جوړوي او د دفاع او كورنيو چارو د وزارتونو جنرالان تقاعد ته سوقوي، ته هغه يو جنرال تقاعد ته سوق كړه، بيا د دې نورو غم خوره.

په هر حال اوس خو پر دې ملك لومړى كلونه كلونه د كمونيزم سيلۍ ولګېدې او زموږ د ډېرو ځوانانو عقايد يې خراب كړل او دا ځل د غرب بې پرتوګه دموكراسۍ، سيكولريزم او ليبراليزم راغلي، چې دې هم زموږ د ډېرو ځوانانو عقايد ور خراب كړي دي او هغه د ډاكتر شريعتي خبره چې د خپلې خبرې جغرافيه نه پېژني، بس څه چې په خوله ورځي را وباسي يې كه ځان يې پرې ګنهكار كړ، يا كافر؛ ځكه دلته د پوښتنې مرجع نشته او د پوښتنې خاوند مړ دى.

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

x

Check Also

دصفریک له وحشته حیوانات هم په امن ندي !

یاسر افغان وحشت ځپلی اشغال ځپلی افغانستان چې هر وحشي اشغالګر هر ...