نظر او تحلیل

“خالد ټپي شوى”

اس رياست (په افغانستان او پاكستان كې د سي آى اې او امريكا پټې جګړې) د سټيو كول اثر دى چې اصلاً دا د ده د مخكيني كتاب (د پېريانو جګړې) دوهم ټوك دى. ليكوال په افغانستان او سيمه كې د امريكا د استخباراتي شبكې د فعاليتونو سپيناوى كوي.

دغه اثر په دې وروستيو كې په انګريزي ژبه خپور شوى او په لنډه راتلونكې به د اكسوس كتابپلورنځي په مټ په پښتو ژبه هم درنو لوستونكو ته وړاندې شي.

په دې كرښو كې د دغه اثر ځينې برخې د ويسا درنو لوستونكو ته وړاندې كېږي.

(اداره)

ژباړه: حيدر

لومړى څپركى؛ لومړۍ برخه

د ۲۰۰۱ كال د اوړي په وروستيو شپو ورځو كې امرالله صالح د المان فرانكفورټ ښار ته لاړ چې د سي آى اې له يوه كار كوونكي «فېل» سره وګوري. صالح د احمد شاه مسعود استخباراتي اړيكې سمبالولې. امرالله صالح به د سي آى اې له كار كوونكو سره معمولاً په هوټل كې ليدل. سي آى اې مسعود ته د جاسوسۍ وسايل چمتو كړي وو. په دې كې د اړيكو وسايل او شب بين عينكې وې. سي آى اې له څو كلونو راهيسې د مسعود د استخباراتو برخه روزله او تجهيزوله، خو دا هر څه يو كوچنى پروګرام و. ځكه د بيل كلنټن او جورج بوش ادارو پاليسي داسې وه چې د طالبانو په خلاف يې له مسعود سره د وسلو مرسته نه كوله. له همدې امله سي آى اې يوازې د ناوژونكو وسايلو مرسته كوله.

فېل او نورو همكارانو به يې معمولاً مسعود ته وسايل مستقيماً دوشنبې (د تاجكستان پلازمېنه) ته لېږل. دغلته امرالله صالح د مسعود لپاره يو دفتر چلاوه. خو يو نيم ځل به يې صالح ته ويل چې المان ته ورشي او له هغه ځايه يې وسايل پخپله يوسي.

لږ وخت كېده چې امرالله صالح د استخباراتو متخصص شوى و، خو د دې مسلك با شوقه زده كوونكى و. په ۱۹۹۹ كې احمد شاه مسعود دى او اته نور كسان امريكا ته د سي آى اې په روزنيز ټرېننګ كې د ګډون كولو لپاره ولېږل.

امرالله صالح دوه ويشت كلن و چې د مسعود له ځواكونو سره يو ځاى شو. دا چې لايقه و، او په انګليسي پوهېده، نو مسعود په ۱۹۹۲ كال كې پاكستان ته د ملګرو ملتونو لخوا د «تر جګړې وروسته بيارغونه او اداره» تر عنوان لاندې جوړ شوي كورس ته ولېږه. له دې كورس وروسته صالح د مسعود د مشاورينو په حلقه كې تر ټولو ځوان مشاور و.

صالح له فرانكفورټ څخه دوشنبې ته راستون شو. د جمعې په ورځ (د سپټمبر ۷مه) يې له مسعود سره وكتل. مسعود دغلته له ايراني هيئت سره د ليدو لپاره راغلى و. امريكا له مسعود څخه قوي ملاتړ نه كاوه، ځكه نو ده ايران، هند او روسيې ته مخ اړولى و. په يادو هېوادونو كې ده ته ايران باوري متحد و. د ايران د سپاه پاسداران ځواكونو او د استخباراتو غړي په شمال كې د مسعود له جنګيالو سره اوږه په اوږه ولاړ وو.

صالح مسعود وپوښت: «وسايل چېرته ولېږم؟» مطلب يې د سي آى اې لخوا وركړل شوي  وسايل وو. مسعود ورته لارښوونه وكړه تر هغې چې دى نور پنجشېري همكاران دوشنبې ته را غواړي، نو همدلته په تاجكستان كې دې وي. مسعود دا هم وويل چې صالح به پنجشېري همكاران وروزي.

د شنبې په ورځ (د سپټمبر ۸مه) احمد شاه مسعود په خواجه بهاوالدين كې خپل مركز ته ور وګرځېد. دوه عرب ژورناليستان، چې بلجيمي پاسپورټونه يې درلودل، له ده سره مركې ته له څو ورځو راهيسې په انتظار وو.

سبا سهار مسعود انجنير عارف را وغوښت چې له امريكا  سره د اړيكو په اړه ترې مشوره وغواړي. «له امريكا سره اړيكې څنګه ښې كړي، په دې لاره كې خنډونه كوم دي، بايد كومه ستراتېژي غوره كړي.»

د انګلستان د بهرنيو استخباراتو ادارې (۶MI) په وروستيو كې مسعود ته د مخابرې دستګاه او كمپيوټرونه وركړي وو. د دې دستګاه او كمپيوټرونو كارولو يو مسلكي كس غوښت. انجنير عارف د دې لپاره وړ كس و. ده په پوليتخنيك پوهنتون كې د برق انجنيري لوستې وه.

د مخابرې مركز په لومړي پوړ كې و. همدا د انجنير عارف د كار دفتر و. د مېلمنو كوټه په پورتني پوړ كې وه. مسعود بالاخره له ژورناليستانو سره مركې ته چمتو شوى و. د احمد شاه مسعود سټلايټ ټيليفون ته زنګ راغى، د طالبانو او القاعدې ځواكونو د بګرام هوايي ډګر ته نږدې د دوى پر لومړۍ كرښې بريد كړى و. اته عرب جنګيالي نيول شوي وو. مسعود له عارف څه وغوښتل چې د دې جګړې په اړه معلومات ورته راوړي.

عارف په زينو كې را ښكته كېده، سټلايټ ټيليفون يې غوږ ته نيولى و، د درنې چاودنې له غږ سره يې ټيليفون له لاسونو ولوېد. ده فكر كاوه چې دا به د طالبانو توغنديز يا هوايي بريد وي، خو سپږمې يې لوګيو ترخې كړې او د ساتونكو چيغې يې واورېدې. عارف په زينو كې پورته د مېلمنو كوټې ته منډه كړه، مسعود بې حركته پروت و، كوټه په وينو لړلې وه. مسعود خليلي چې د احمد شاه مسعود سياسي ملګرى و او د مركې په اوږدو كې يې د مسعود ترجماني كوله، هم بې هوشه پروت و. انجنير عارف د خپل قوماندان ټوويټا لنډ كروزر وغوښت. ډرېور ته يې امر وكړ چې د الوتكې د ناستې د نږدې ځاى په لور حركت وكړي. تصادفاً نږدې په هوا كې يوه هليكوپټره ګرځېده.

عارف وويل: «بېړنۍ پېښه شوې ده. موږ همدې هليكوپټرې ته اړتيا لرو، خو ورته وواياست چې انجيننونه مه بندوئ. موږ در روان يو.» ټپيان هليكوپټرې ته پورته كړل شوو. انجنير عارف پيلوټان له پېښې خبر نه كړل. دوى ته يې وويل چې مستقيم خواجه بهاوالدين ته د نږدې روغتون، چې هند جوړ كړى و او په يوه باغ كې و، ته لاړ شي. له دې سره بېرته خپل د كار دفتر ته راستون شو. جنرال فهيم ته يې زنګ وواهه. عارف هغه شفري نوم واخيست چې دوى د مسعود لپاره كاراوه. عارف ورته وويل: «خالد ژوبل شوى.»

سرچینه: ویسا ورځپاڼه

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.