د S ریاست، له طالبانو وروسته د افغانستان د رازونو کتاب

د S ریاست، له طالبانو وروسته د افغانستان د رازونو کتاب

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر پر نهمه پر احمد شاه مسعود له مرګوني برید څو ساعته وروسته، امرالله صالح له تاجکستان نه ریچارد بلیي ته په ټلیفون کې وویل:‌ مسعود وژل شوی خو موږ ستاسو مرستو ته له پخوا ډېره اړتیا لرو. بلیي په سي ای اې کې د صالح ارتباطي کس و.
امریکايي لیکوال سټیف کول په خپل نوي کتاب ( Sریاست) کې د افغانستان د تېرو ۱۶ کلونو له مهمو پېښو د سي ای اې د پټو رازونو غورچاڼ لیکلی دی.
سي ای اې ته د صالح له ټلیفون دوه ورځې وروسته پر امریکا ترهګریز بریدونه وشول او ریچارد بليي صالح ته وویل «اوس دغه کار ستاسو له کچې ډېر لوړ شوی. له خپلو مشرانو سره مشورې وکړئ ځکه موږ په داسې کچې او انډول کې در روان یو چې تاسو یې تصور هم نه شی کولای».
د صالح او د امریکا د استخباراتي سازمان تر منځ اړیکې له ۱۹۹۹ کال څخه تر هغه وروسته پیل شوې کله چې مسعود هغه او د خپل اعتماد اته نور کسان د استخباراتي زده کړو لپاره د سي ای اې مرکز ته ولېږل.
د لیکوال په حواله، احمدشاه مسعود په لندن کې په بانکونو کې شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالره لرل او له سي ای اې نه یې غیرجنګي تجهیزات اخیستل، خو اصلي ملاتړي یې ایرانیان، هندوان او روسان وو. قوماندان مسعود دغه راز د قېمتي ډبرو د خرڅلاو له لارې د خپلې ټلوالې مالي لګښتونه برابرول. انجنیر عارف، د مسعود د استخباراتو مشر، به قېمتي ډبرې په اروپا او امریکا کې خرڅولې او کله به يې په ډېرو قېمتي هوټلونو کې هم شپې تېرولې.
پر افغانستان د امریکا له پوځي یرغل سره سم، سي ای اې د ډالرو په مرسته د طالبانو ضد ټلوالې مشران د ځان متحدین کړل. په دې لړ کې، لومړی ګري شروین، د سي ای اې یو کارکوونکی، پنجشیر ته له لسو میلیونو ډالرو سره ورغی. شروین یو ځل له عبدرب الرسول سیاف سره هم ولیدل او هغه ته یې یو لک ډالر ورکړل.
کندهار ته بیا حامد کرزی او ګل آغا شیرزی د سي ای اې په مرسته او همغږۍ راغلل، خو کله چې پر کرزي ګواښونه جدي شول نو سي ای اې په یوې الوتکې کې پاکستان ته یووړ. کرزي د سند ایالت د جیکب آباد له اډې نه له رسنیو سره په سټلایټ ټلیفون خبرې کولې او ویل یې چې د ننه په افغانستان کې دی،‌ خو د امریکا د دفاع وزیر یې اصلي موقعیت په تېروتنې رسوا کړ. کرزی دويم ځل هم د سي ای اې په مرسته افغانستان ته را ننووت او دا ځل ارزګان ته ولاړ.
لیکوال له طالبانو نه د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پراخ ملاتړ حال هم ورکوي‌. د پاکستان د استخباراتو په سازمان ای اېس ای کې د S ریاست پټ ارګان و چې د افغان طالبانو او کشمیري جنګیالیو د ملاتړ چارې یې ترسره کولې. د ای اېس ای او طالبانو تر منځ اړیکې دومره ژورې وې چې د ځینو امریکايي چارواکو په اند، پاکستاني جنرالان په خپله د افراطي اسلام په لومو کې ډوب شوي وو او له طالبانو سره یې اصلاً توپیر نه کېده.
د طالبانو رژیم د ړنګېدلو پر مهال د اکټوبر پر اوومه شپه امریکايي بې پیلوټه الوتکو (ډرون) په کندهار کې د ملا عمر له کوره یوه ډله خلک د وتلو په حال کې وښودل. ګومان کېږي چې په دغه ډله کې په خپله ملاعمر هم و. دوی لومړی د ملا عمر د مور کور ته ولاړل او بیا يوې مدرسې ته ننوتل. کله چې د ډرون یو راکټ د مدرسې بهر ولګېد نو خلک راووتل او په تېښته یوې بلې سیمې ته ولاړل او یوه جومات ته ننوتل. ډرون پر جومات هم برید وکړ خو ملا عمر ترې ژوندی ووت او بیا یې هېڅکله څرک ونه لګېد. د لیکوال په حواله، ملا عمر په ۲۰۱۳ کال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې ساه ورکړه.
له تري تم کېدو وړاندې ملا عمر، حامد کرزي ته لیک استولی و او د تسلیمېدو خبره یې کړې وه.‌ نورو طالب مشرانو هم د تسلیمۍ وړاندیز کړی و،‌ خو د سټیف کول په لیکنه، چې هغه مهال واشنګټن یوازې یوه تګلاره لرله او هغه جګړه وه.‌ په ورپسې کلونو کې طیب اغا د سعودي عربستان د استخباراتو په مرسته له امریکایانو سره د سولې د خبرو لړۍ بیا پیل کړه، خو دغه بهیر هم په کابل او واشنګټن کې د ځینو کړیو له خوا شڼد شو.
د جنګ د دوام لاملونه
لیکوال په تېرو ۱۶ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا تېروتنې او د پاکستان دوه ګونی سیاست د جګړې د دوام او پراختیا لاملونه ګڼي.
په کتاب کې د عبدالولي په نامه د یوه عادي سړي کیسه شوې چې پرې د طالبانو د ملاتړ تور لګېدلی و. د کونړ د وخت والي سید افضل اکبر او زوی یې حیدر اکبر، عبدالولي هڅوي چې د امریکایانو اډې ته ورشي او د خپلې بېګناهۍ بیان ورکړي؛ خو عبدالولي وېره څرګندوي چې امریکایان به یې شکنجه کړي. حیدر اکبر ډاډ ورکوي چې داسې به ونه شي او بیا په خپله له عبدالولي سره د امریکایانو اډې ته ورځي. د سي ای اې یو قراردادي پر عبدالولي شکمن شي او دومره یې شکنجه کړي‌ چې بالاخره مړ شي.
د لیکوال په اند په داسې حال کې چې پاکستان طالب مشرانو ته پناه ورکوي او هره ورځ یې په افغانستان کې د جګړې لپاره سمبالوي، واشنګټن پر پاکستان ړوند اعتماد کوي او د سلګونو میلیونو ډالرو مرستې ورسره کوي. په دې ډول په افغانستان کې د یوې بلې جګړې اور زور اخلي.
له سیاسي پلوه بیا د کرزي او واشنګټن تر منځ اړیکې په نه جوړېدونکي ډول ورانېږي، لامل یې په پوځي عملیاتو کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د امریکا د استازي، ریچارډ هولبروک، لاسوهنه ده.‌ هولبروک هڅه کړې وه چې کرزی په ټاکنو کې ناکام کړي، خو داسې چې ونه شول بیا جان کري کرزي ته وړاندیز کوي‌ چې له ډاکټر عبدالله سره واک ووېشي او د حکومت د اجرائیه مشر په توګه یې وګوماري. کرزی دا وړانديز نه مني.
د کتاب په پاې کې لیکوال د احمد شاه مسعود له یوازېني زوی، احمد مسعود سره خپلې خبرې یادوي. ۲۷ کلن مسعود چې په لندن کې يې زده کړې کړې، سټیف کول ته وايي چې په ۲۰۱۶ کال کې، کله چې طالبانو کندز ښار ونیو، دوستانو او آن مور یې ورته ټلیفون وکړ چې افغانستان ته ستون شي او د طالبانو ضد مقاومت ته ودرېږي. ځوان مسعود ویلي چې له جګړې بېزاره دی خو نه پوهېږي چې که بیا ورباندې غږ وشي‌ چې مقاومت ته ورودانګي،‌ نو څه به وکړي.
د سټیف کول دغه کتاب د هغه د پخواني کتاب (د ارواو جګړه) په څېر د لنډو کیسو، رازونو او ناویل شوو خبرو یو په زړه پورې بیان دی. دغه کتاب له ۵۵۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ په لسو کلونو کې لیکل شوی دی.‌ کتاب په څه باندې ۷۰۰ مخونو کې چاپ شوی او تېره اونۍ بازار ته راووت.

سرچینه: مسیر ورځپاڼه

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

سپېڅلي مقاومت، جګړه غوښتونکي له جګړې بېزاره کړل

د يوه هدف د ترلاسه کولو لپاره چې هر قدم په ريښينې ...