سعودي: میرمنې کولی شي د څارنوالي دنده ترسره کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ فرید افغان ۲۴ فرید افغان)

په سعودي کې د سکولریزم د حاکمیت لړۍ په توندۍ مخته روانه ده او ښځو ته د موټر چلولو، د کنسرتونو اجراکولو، په لوبو کې هغوی ته د ازادانه ونډې ورکول او په حجاب اغوستلو کې د اختیار تر ورکړې وروسته ددې هیواد چارواکو ښځو ته په قضایي ارګانونو کې د ونډې ورکولو خبر هم ورکړی دی.
د المدینه ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د سعودي د لویې څارنوالۍ له قوله خبر ورکړی چې ددې هیواد ښځې تر دې وروسته کولی شي دڅارنوالۍ په تحقیقاتي او نورو برخو کې ونډه واخلي.
د سعودي لوی څارنوال شیخ سعود المجیب ویلي، ددې پوسټ لپاره دندې غوښتونکې میرمنې باید د سعودي تابعیت ترڅنګ لوړې زدکړې ولري او خپله فزیکي وړتیا هم باید ثابته کړي.
نوموړي همداراز ویلي چې غوښتونکې میرمنې به له سختو پړاونو وروسته د جنایي تحقیقاتو، په محاکمو کې د شاهدي ورکولو، د اعدامونو څخه د نظارت د غړو، د زندانونو څیړندویه پلاوو او د بندیانو د شکایتونو د اوریدو د پلاوو په توګه په ګڼو دندو او پوسټونو کې وګمارل شي.
د یادونې وړ ده چې سعودي کې د محمد بن سلمان تر ولیعهدۍ وروسته چې دهیواد چارې یې ټولې په کنترول کې نیولې په دې هیواد کې ګڼ تحولات منځته راغلي او د سپینې ماڼۍ د لیکوال په وروستي کتاب“ اور اوغوسه “ کې د امریکایي ولسمشر له قوله ویل شوي چې امریکا له خورا هڅو وروسته ایله په دې بریالۍ شوه چې په دې هیواد کې خپل سړی واک ته ورسوي او زیاتوي چې تر دې وروسته به هرڅه منځلاري اسلام ته تغییر کوي.


سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...