ننګرهار مېشتو مدني فعالانو د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه

يو شمېر ننګرهار مېشتي مدني فعالان او ځوانان د برېښنايي تذكرو د ژر پيل غوښتنه کوي او وايي، که چېرته په روانه مياشت کې دغه لړۍ پيل نه شي، نو  لاريونونه به پيل کړي.

دوى د يوه خبري کنفرانس په مهال پر جمهور  رئيس غږ وکړ، د برېښنايي تذكرو په وېش کې دې ځنډ نه کوي او څومره چې ژر کېداى شي، دغه لړۍ دې پيل کړي.

د ننګرهار ولايت د ځوانانو امر مطيع الله احمدزي وويل، چې په ځلونو يې د هېواد له يو شمېر سياسيونو سره په دې اړه ناستې کړي او اوس د وروستي ځل لپاره

د يوه خبري کنفرانس له لارې د برېښنايي تذكرو د وېش غوښتنه کوي.

بلخوا په ختيځ کې د افغانستان د يووالي بنسټ استازى نور احمد نوراني وايي، چې دوى په روانه مياشت کې د برېښنايي تذكرو د وېش غوښتنه کوي او هېڅ ډول بهانه ورته د منلو نه ده.

په ننګرهار کې مدني فعالان په داسې حال کې د برېښنايي تذكرو د ژر وېش غوښتنه کوي، چې د هېواد په کچه دغه ستره ملي مسئله د ملي شورا له لوري حل شوې او تمه وه، چې لومړى پيل يې هم جمهور رئيس له خپله ځانه وکړي، خو د نامعلوم علت له مخې دا لړۍ ځنډېدلې ده.

The post ننګرهار مېشتو مدني فعالانو د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه appeared first on pashto.


سرچینه: کلید راډیو

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

د ترکیې ولسمشر: د لیرې د رالوېدو اصلي لامل پر دغه هېواد اقتصاد حمله ده

(سپوږمۍ راډیو): د ترکیې ولسمشر وایي، داچې د لیرې ارزښت په وروستیو ...