په جلال اباد کې د حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی

<h1 style='text-align: right; font-family:PokhtoRegular,Tahoma;direction: rtl;font-weight:normal;'>په جلال اباد کې د حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی</h1>

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د نومیالي توپ اچونکي حمید حسن پر کور د لاسي بم برید شوی.

د افغانستان کرکټ بورډ په یوه بیان کې لیکلي، چې تېره شپه په جلال اباد ښار کې د افغانستان د نومیالي او چټک توپ اچونکي حمید حسن پر کاله د لاسي بم برید شوی، چې له نیکه مرغه ځاني مرګ ژوبله نلري خو مالي زیان یې اړولی دی.

خبرپانه زیاتوي، چې د افغانستان کرکټ بورډ باور لري چې دا کوم ترهګریز برید نه و بلکې جنايي جرمي اړخ لري.

د کرکټ بورډ په وینا، غلو او جنايي جرمي ډلو څه موده مخکې د حمید حسن له کورنۍ د پیسو غوښتنه کړې وه او ګواښ یې کړې و که پیسې ورنکړي، پرې به برید وکړي او زیان به ورواړوي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د حمید حسن کورنۍ وار له مخه د ننګرهار امنیتي بنسټونه له دغه ګواښه خبر کړي وو، خو تر ګواښ خواوشادوه اونۍ وروسته حمید حسن بیګاه خپل کاله ته تللی و، چې په کور یې د لاسي بم برید وشو.

د افغانستان کرکټ بورډ د حمید حسن په کاله برید د لوبو پر سولیز بهیر او د دغه هیواد د خوښیو پر یوې لویې سرچینې برید ګڼي او تر شونې کچې په سختو ټکو یې غندي.


سرچینه: خاما پریس

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

"تاپی" در افغانستان و نگرانی‎‌ها از تأمین امنیت این پروژۀ حیاتی

ټاپي افغانستان کې او د دغې حیاتي پروژې د امنیت په اړه اندېښنې ...