استاد سياف له سعودي چارواکو په افغان سوله کې مرسته غوښتې

د حراست او ثبات شورا، او عدالت ګوند مشر، پخوانی جهادي رهبر استاد عبدرب الرسول سياف په يو رسمي سفر سعودي عربستان ته تللی او هلته يې د سعودي له يو شمېر ديني علماوو او دولتي چارواکو غوښتي، چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.

په سعودي عربستان کې يوې سرچينې افغان اسلامي اژانس ته وويل، استاد سياف تېره ورځ په يوه غونډه کې د سعودي له يو شمېر ديني علماوو او د ځېنو وزارتونو له استازو سره وکتل او له هغوی يې وغوښتل چې د افغان سولې په برخه کې مرسته وکړي.

دا سرچينه چې په ياده غونډه کې يې ګډون درلود وايي، استاد سياف له سعودي چارواکو سره د ناستو پر دوام هم ټينګار وکړ.

سرچينه همداراز زياتوي په دې ناسته کې د افغانستان سفير سيدکريم جلال هم برخه لرله او سياف په کې سعودي چارواکو ته ويلي، چې د سعودي عربستان ديني علما او چارواکي کولی شي له بېلا بېلو لارو د سولې په برخه کې اغېزمن ثبات شي.

د حراست او ثبات شورا وياند مسعود ترشتوال هم له افغان اسلامي اژانس سره په خبرو کې وويل، هيله لري د استاد سياف دا سفر د سولې يوه نوې دريڅه پرانيزي.

د هغه په وينا نوموړی د سعودي عربستان د حکومت په رسمي بلنه ياد هېواد ته تللی او تر څنګ به يې د عمرې حج هم ادا کړي.

نوموړی به نن هم له ځېنو سعودي چارواکو سره وګوري، او داسې راپورونه هم شته، چې له سعودي وروسته متحده عربي اماراتو ته هم سفر لري.

د دعوت ګوند مشر استاد عبدرب الرسول سياف چې د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په کلونو کې يې د اتحاد اسلامي افغانستان په نوم د جهادي ګوند مشري کوله، د نورو جهادي رهبرانو په پرتله عربي هيوادونو ته نژدې مشر بلل کېده.

هغه د عربو د مشرانو او ديني علماوو په نبض پوه مشر بلل کېده، چې کولای يې شول په اسانۍ يې له افغانانو سره مرستې ته چمتو کړي.

سعودي ته د هغه دا سفر له نژدې دوه نيمو لسيزو وروسته رسمي سفر بلل کيږي.

په داسې حال کې چې د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې خبرې د کابل په صدرات څلور لارې کې تر بريد وروسته ته بن بست ته ورسيدې، داسې ښکاري، چې د سولې يو شمېر نورې او پاشلې هڅې پيل شوې دي.

سرچینه: AIP

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

x

Check Also

جګړې ضد حرکت: د امریکا زیاته دفاعي بودیجه به جګړه لا تونده کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۸) په امریکا کې د جګړې ضد ...