افغانستان

د ټرمب د پریکړې سربیره بیا هم امریکا پاکستان ته د میلونونو ډالرو مرستو لړۍ پیل کړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۴ فریدافغان)

له دې سره سره چې امریکایي ولسمشر له پاکستان سره د ملیاردونو مرستو ورکول حماقت بللی و، او دې هیواد ته یې د نورو مرستو د نه ورکړې خبر ورکړی و، تازه امریکایي رسنیو د دې هیواد دچارواکو له قوله خبر ورکړی چې امریکا یوځل بیا له پاکستان سره مرستې پیلوي.
د امریکا د آی آر وای نیوز د خبر ترمخه، امریکا به په لنډ راتلونکي کې له پاکستان سره ۳۵۱ میلیون دالره مرسته وکړي.
د امریکا د بهرنۍ بودیجې مسؤل “هري شاستر“ رسنیو ته ویلي، موږ د کومکونو د کموالي په لړۍ کې پاکستان ته ۳۵۱ میلیون دالره پاکستان ته ځانګړي کړي دي.
د نوموړي په خبره؛ پاکستان په سیمه کې د امریکا لوی متحد هیواد دی او تر هرچا ورته اولویت لري.
د یادونې وړ ده چې څو اونۍ وړاندې امریکایي ولسمشر ټرمپ د ټویټر له لارې په یو ټویټ کې پاکستان ته اخطار ورکړی و چې ۱۵ کاله یې له دوی سره دوه مخي کړې او تر دې وروسته د میلیاردونو مرستو لړۍبه پرې بنده کړي.
د امریکایي رسنیو په باور د ټرمپ ټویټونه ډیر کله د امریکا رسمي نظر نه څرګندوي او امریکا لا هم پاکستان ته د یو لوی متحد په سترګه ګوري.
لویدیځې رسنۍ وایي چې امریکا له دې هم ویره لري چې که دا هیواد دچین یا روسیې پلوي غوره کړي نو د امریکا ټول پلانونه چې سیمه کې یې لري شنډ او له منځه به و لاړشي.


سرچینه: کابل ټکی کام

Add Comment

Click here to post a comment

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.