سوداګرۍ خونه: پاکستان د افغان سوداګرو په وړاندې د تورخم لار تړلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، سلواغې ۲۴) د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسوولين وايي، چې پاکستان له تېرې يوې مياشتې راهيسې د سوداګرو پر وړاندې د تورخم لار تړلې او افغان موټرو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

د دغې خونې وياند صيام الدين پسرلی وايي، يوه مياشت کېږي چې د افغان سوداګرو په انارو، مڼو او مالوچو لسګونه موټر بار ولاړ دي او هغې غاړې ته د تګ اجازه نه ورکوي په خبره يې پاکستان ترې د دغې مالونو د ګرنټي کارت غوښتنه کوي.

نوموړی زياتوي، چې تر يوې اندازې يې خپل مالونه بېرته راګرځولي، غواړو چې له نورو لارو يې بهر ته صادر کړو خو په وينا يې يواځې مالوچ پاتې دي چې له کبله يې سوداګرو ته زرګونه ډالره زيان اوښتی دی.

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، چې ياده ستونزه دې هواره کړي او يا دې له پاکستاني موټرو سره هم ورته چلند وکړي.

په عين حال کې د متشبثينو د عالي بورډ مشر رحم الدين حاجي اغا هم مني چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پاکستان له لوري په تورخم کې د افغان پنبې په صادراتو بنديز لګول شوی چې له کبله يې کروندګر له ستونزو سره مخ شوي دي.

د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وينا، د پاکستان له لوري افغانستان ته صادرات کېږي خو پاکستان بيا په افغاني صادراتو بنديز لګولی چې دغه ستونزه بايد د خبرو له لارې هواره شي او که نه هوارېږي پر پاکستاني موټرو دې هم ورته ډول بنديز ولګول شي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستان د افغان سوداګرو پر مالونو بنديز لګوي بلکې تر دې مخکې هم ډير ځله په تورخم او چمن کې پر افغان لاريو د نا معلومو دلايلو پر اساس بنديزونه لګول شوي، چې له کبله يې د دواړو غاړو سوداګرو ته د ميليونونو ډالرو زيانونه اوښتي دي.


سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

ننګرهار كې د هيرويينو دوه فابريكې له منځه وړل شوي

(کلید راډیو): د ننګرهار پوليس وايي، د کورنيو چارو وزارت اړوند د ...