متقاعد امریکایي جنرال: امریکا په افغانستان کې د ویتنام یاد تازه کوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ سلواغه ۲۴ فرید افغان

په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې خپل حضور لا پراخوي او د جګړو د تداوم خبر یې هم ورکړی دی، د دې هیواد د سیاسي او نظامي کارپوهانو اندیښنې ورځ تر بلې په زیاتیدو دي او په لویدیځو رسنیو کې هره ګړۍ د طالبانو پر وړاندې د امریکا وروستۍ تګلاره د ماتیدونکي راتلونکي پیل بلل کیږي.
نن امریکایي هیل ورځپاڼې ته «ګرِګ کیلی» متقاعد امریکایي جنرال چې ددې هیواد د پارلمان د ځانګړې پوځې کمیټې مشاور هم پاتې شوی په یوه یادداښت کې لیکلي؛
داسې اټکل کیږي چې امریکا به په لنډ راتلونکي کې په افغانستان کې د ویتنام د خونړۍ جګړې یاد تازه کړي.
د نوموړي په باور د امریکا ددفاع د وزیر جمیز ماتیس د وروستۍ پریکړې موخه چې دې هیواد ته یې یې زرګونه سرتیري ولیږل داوه چې؛ د دې هیواد عسکرو ښه په فکري او نظامي برخو کې وروزي، له هغوی سره هوایي او ځمکنۍ مرسته، د پیاده عسکرو روزل او د انجینرۍ، توپخانې او نورو چارو لپاره د افغان ځواکونو تیارول و، تر څو چې په وینا یې د دې هیواد پوځیان وکړی شي چې په خپله د مخالفینو پر وړاندې د جګړو وړتیا پیدا کړي.
دا متقاعد جنرال دا چاره یو تصادف بولي او زیاتوي؛ امریکا په ۱۹۶۲ کال کې د امریکایي ځواکونو تازه دمي سرتیري په جنوبي ویتنام کې دخپلو پخوانیو عسکرو مرستو ته ور ولیږل
دې عسکرو هم همدا دنده درلوده چې د هغه هیواد عسکر یې روزل او مرسته یې کوله چې، بالاخره دا هڅې له کومې نتیجې پرته په ۱۹۷۳ کې له منځه لاړې او هغو سرتیرو یې پر وړاندې مخالفت پیل کړ.

ګِرګ زیاتوي؛ واشنګټن د تل لپاره د ناکامۍ د نشتون خبر ورکړی، خو په حقیقت کې لا هم په سترو اشتباهاتو کې ډوب دي.

نوموړی په اخر کې لیکي؛ موږ ته مهمه نه ده چې د دې هیواد پوځیان څنګه او په کومه سویه وروزو ځکه چې برخلیک مو د ویتنام ماتې جوړیږي، هسې بیځایه هڅې او خواري ګالل به هیڅ ګټه ونه کړي


سرچینه: کابل ټکی کام

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.په نښه شوي خانې ډکول ضروري دی ـ *

*

x

Check Also

"تاپی" در افغانستان و نگرانی‎‌ها از تأمین امنیت این پروژۀ حیاتی

ټاپي افغانستان کې او د دغې حیاتي پروژې د امنیت په اړه اندېښنې ...