خبرپاڼې

جمهوررئیس غني د مرحوم وکیل محمداشرف احمدزي له کورنۍ سره غمشریکي وکړه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون ماښام  د قومي مشر وکیل محمداشرف احمدزي کور ته چې په دې وروستیو کې وفات شوی، ورغی او د هغه زامنو، خپلوانو او دوستانو  سره دخواخوږۍ او غمشریکۍ  پرمهال یې د مرحوم روح ته دعا وکړه.

جمهوررئیس وویل، مرحوم وکیل محمداشرف احمدزی د ولس او وطن خواخوږی شخصیت و او مړینه یې ضایعه ده.

د مرحوم وکیل محمداشرف احمدزي د کورنۍ غړو د جمهوررئیس غني دخواخوږۍ او غمشریکۍ مننه وکړه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ