خبرپاڼې

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کاري غونډه جوړه شوه

د ارګ خبرپاڼه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د حکومت د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کاري غونډه پرون ماښام په ارګ کې جوړه شوه.

په دغه غونډه کې جمهوررئیس غني د سولې د مذاکراتو د شیوې په اړه لارښود، د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت برحقه اساسي کرښې او خپلې لارښوونې بیان کړې.

جمهوررئیس غني وویل، وړاندې شوی لارښود له خلکو سره د پراخو مشورو پایله ده چې د اتو میاشتو په ترڅ کې شوي.

په دغه غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد سرور دانش او اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم خبرې وکړې او وې ویل، مذاکره کوونکی پلاوی د حکومت او خلکو ملاتړ له ځانه سره لري.

دغه راز د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د سولې اجماع لپاره په سیمه ییزو چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي او د سولې عالي شورا د دارالانشاه رئیس محمد عمر داوودزي او ډاکټر فاروق وردک هم د جمهوررئیس د لارښود مننه وکړه او وې ویل، دغه راسپارل شوی مهم مسوولیت  به په خپلو ټولو هڅو په مسوولانه ډول پرځای کړو.#

 

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

%d bloggers like this: