افغانستان

په كابل ښار كې اورلګېدنه رامنځته شوه

نن سهار د كابل ښار د بهارستان سيمې په يوې ودانۍ كې اورلګېدنه رامنځته شوه.د كابل د امنيه قوماندانۍ وياند بصير مجاهد وايي، اور په يوه دوكان كې ولګېد، خو په ټولنيزو شبكو كې خپاره شوي انځورونه ښيي، اور د ودانۍ نورو برخو ته، چې دغه دوكان په كې دى، خپور شوى.

نوموړي د پېښې د علت او له كبله يې د رامنځته شوو زيانونو په تړاو معلومات نه لرل.د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د كابل ښار د نادر پښتون سيمې په څو ماركېټونو كې اورلګېدنې لسګونه دوكانونه وسوځول او خلكو ته يې ميليونونه ډالر زيان واړاوه.